د پاکستان پوځ ویلي، د خېبرپښتونخوا په شمالي وزيرستان او ډېره اسماعيل خان کې یې عمليات کړي، اووه ترهګر یې وژلي دي. د پېښور په حسن خېلو کې د وسله والو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته کې د يو عسکر وژل کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.
پوځ پرون ويلي، په اتمه او نهمه فرورۍ يې دغه عمليات کړي دي.
د پوځي بيان ترمخه، د اتمې او نهمې فرورۍ په مينځنۍ شپه کې د ډېره اسماعيل خان په مدي علاقه کې د استخباراتو په بنیاد عملیات ترسره شوي، "درې خوارج وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي".
د پاکستان پوځ لاقانونه ګرځول شوې ډله تحریک طالبان د خوارج په نوم يادوي.
پوځ دعوه کړې، بل ځای استخباراتي عمليات د شمالي وزيرستان په ميرعلي کې شوي، هلته د څلورو وسله والو وژل کېدو او درېو نورو ژوبلولو دعوه شوې ده.
د پاکستان پوځ چې کومو سيمو کې عمليات کوي هلته جرنلسټان يا مطبوعات رسايي نه لري، ځکه د ازادو سرچينو څخه د عملياتو په اړه تاييد نه کيږي.
د ځايي مطبوعاتو ترمخه، پرون د پېښور او کوهاټ په پوله د حسن خېلو په علاقه کې د وسله والو او پوځ ترمنځ نښته کې يو عسکر وژل شوی او درې نور ژوبل شوي، خو پوځ يې په اړه په رسمي توګه څه نه دي ويلي.
د افغانستان سره په پوله پرتو خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې په وروستيو کې په امنيتي ځواکونو حملې هم سېوا شوي دي.
د غېر دولتي ادارې پاکستان انسټيټيوټ اف کنفلکټ اېنډ سيکيورټي سټډيز، پيکس د رپورټ ترمخه، پاکستان کې د جنورۍ په مياشت کې وسله وال بريدونه 42 فيصده سېوا شوي، په 74 بريدونو کې د 52 امنیتي ساتونکو او 20 ملکي وګړو په ګډون 120 کسان وژل شوي وو.
د تېر په څېر تېره میاشت هم تر ټولو زيات وسله وال بريدونه او د تښتونو زياتې پېښې په خېبرپښتونخوا صوبه کې شوي دي.
د جنورۍ د میاشتې په اړه خپور کړي رپورټ کې پيکس ويلي، په 74 حملو کې 38 يواځې خېبرپښتونخوا صوبه کې شوي دي، د پيکس ترمخه 19 حملې په پخوانۍ فاټا او 19 په پاتې نوره صوبه کې شوي د 24 امنيتي عسکرو په ګډون پکې 66 کسان وژل شوي دي.
خېبرپښتونخوا پسې په دویم نمبر زيات وسله وال بريدونه په بلوچستان صوبه کې شوي، ويل شوي لږ تر لږه په 24 بریدونو کې د 28 امنيتي عسکرو په ګډون 55 کسان وژل شوي دي.
Forum