په اسرایل کې سخت دريځو د امریکا صدر ټرمپ د فلسطينيانو د غزې نه د ويستلو د پلان هرکلی کړی
په اسرایل کې سخت دریځو د غزې د راتلونکي لپاره د صدر ډانلډ ټرمپ د پلان هرکلی کړی دی، چې د غزې د ۲.۳ میلینه فلسطینیانو نه یې د دې سیمې پریښودو غوښتنه کړې ده. دوی وايي چې د کډوالۍ هڅول د نړیوال قانون سرغړونه نه ده. فلسطینیانو دا پلان رد کړی دی. نور معلومات د وي او اې خبریالې د لینډا ګرېډسټین په رپورټ کې نګین شاه وړاندې کوې.