لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په تېرو ٩ ورځو کې ترهگرو  په کابل کې ١٣٦ افغانان ووژل.


د کابل په مارشل فهيم پوځي اکادمۍ په ٢٩ مې جنورۍ سهر وختي حمله په تېرو نهو ورځو  کې د ترهگرو دریمه حمله وه چې ١١ افغان عسکر پکې ووژل شول.

د کابل په مارشل فهيم پوځي اکادمۍ په ٢٩ مې جنورۍ سهر وختي حمله په تېرو نهو ورځو کې د ترهگرو دریمه حمله وه چې ١١ افغان عسکر پکې ووژل شول.

ددې وړاندې په ٢٧ مه جنورۍ په شهرِنو کابل کې ١٠٣ او په ٢٠مه جنورۍ په انټر کانټینینټل هوټل کې ٢٢ عام افغانان، چارواکي، عسکر او بهرني میلمانه وژل شوي دي. د ننۍ حملې په اړه د افغانستان د دفاع د وزارت ویاند دولت وزيري ويلي دي:

"دا حمله د هغه پوځي کنډک په ضد وه چې د اکادمۍ په حفاظت مامور وو"

د کابل د کانټینینټل هوټل او شهرِ نو د خونړو حملو زمواري افغان طالبانو او د قرغې په سیمه کې د ١١١مې فرقې په یو کنډک د حملې زمواري داعش ترهگرو منلې ده.

خو افغان چارواکي وايي په افغانستان کې د حملو پلانونه د پاکستان په خاوره جوړېږي اوحقاني شبکه په دې حملو کې ککړه ده.

امریکا هم په پاکستان تور لگوي چې په خپله خاوره یې ترهگرو ته محفوظه ځایونه ورکړي دي. د امرېکې د باندينو چارو د وزارت یو اعلا چارواکي دا اونۍ خبریالانو ته ويلي دي :

"مونږ یقين لرو چې داسې قوي ثبوتونه شته دی چې د حقاني شبکې مشران په پاکستان کې اوسي، او د پاکستان د خاورې څخه په افغانستان کې د حملو منصوبې جوړوي"

په کابل کې د پرله پسې حملو ورستو دافغانستان صدر اشرف غني ویلي د افغانستان دخلکو اراده پیاوړې ده، هغه اوویل جگړه به د افغانانو دښمنان بايلي. اشرف غني وویل:

"زمونږ دښمنان باید په دې پو ه شي چې دافغانستان دپرمختگ مخه نه شي نیولی ځکه چې مونږ هره ورځ غښتلي کیږو"

هرڅو که افغان صدر په ښکاره د دښمن کلیمه دچا دپاره نه ده کارولې‌ خو هغه زیاتره مهال پخپلو ویناگانو کې زیاتې نیوکې په پاکستان کوي او وایي چې اسلام اباد په کابل نااعلانه جگړه ورتپلې ده.

پاکستان تل د افغانانو او امريکایانو دغه تورونه رد کړي دي او وايي په خپل گاونډي ورور اسلامي هېواد کې امن او ثبات غواړي.

نن په اسلام اباد کې د خارجه چارو وزارت په ورستیو کې د کابل د حملو په سختو ټکو کې غندنه کړې ده

.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG