لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"د پاکستان پارلېمان یواځې ژړا فریاد کولې شي"


د پاکستان پارليماني غړو په هېواد کې په زور د بې درکه شوو خلکو په موندلو کې ځانونه بې وسه ښودلي دي.

د بلوڅ ملت پاله نېشنل گوند سنېټر اود بشري حقونو د کمیټۍ غړي مېر کبير شاهې وي او ډېوه ته وېلې دي چې دويي د بې درکه کړې شوي تنانو یو فهرست یا نوم لړ حکومت ته ورکړې دی خو نه ويني چې څه نتېجه به راوځي.

هغه اوویل " پارلېمان بې وسه دی یواځې ژړا فریاد کولې شي"

د پاکستان په سېنټ کې د بشري حقونو د کمېټۍ مشره سېنېټر نسرېن جلیل هم وايي " خبر نه يو چې پاکستان کې څوک دا خلک په زوره اوچتوي"

هغې زیاته کړه د ریاست پوليس د بې درکه کسانود خپلوانو شکاېتونه هم نه اوري.

په پاکستان کې بلوڅ ملت پاله گوندونه، پښتونخوا او قبايلی سيمو کې ځينې ډلې او کورنۍ داسې تورونه لگوي چې رياستي ادارې ناراضه شخصيتونه او فعالين په زور اوچتوي او پرې په پټو ځایونو کې تششدد کوي.

د پاکستان حکومت په خپله د بې درکو کړې شوو خلکو شمېر 2700 ښودلی دی خو د بې درکه کړې شوو کسانو د حقونو لپاره کار کونکي سازمان د بلوڅ ميسينگ پرسنز مشر ماما قدير یواځې په بلوچستان صوبه کې د بې درکه کړې شوو کسانو شمېر د 30000 زره څخه زیات ښايي.

تېره ورځ په دې حقله د ېوې قضېې د اورېدنې په مهال د پاکستان ستر عدالت د حکومت نه تپوس وکړو چې په هېواد کې د خلکو سره زور زیاتې ولې کیږي.

عدالت ويلي وو ادارې په زور خلک د خپلو کورونو څخه اوچتوي او په پټو ځایونو کې پرې تششدد کوي.

د رپورټونو او څیړونکو په خیال د پاکستان د پوځ ادارې د خلکو په بې درکو کولو کې ککړې دي او پارلېمان ته هيڅ ځواب نه ورکوي.

تېره اونۍ د پاکستان په سینیټ کې د دفاعي چارو دقائمه کمیټۍ غړي سنېټر فرحت الله بابر د پوځي افسرانو د روېې په ضد د خپلې څوکۍ څخه استعفا ورکړې وه.

ښاغلی بابر ويلي وو د پوځ چارواکي دځینو ضروري کاغذونو یا اسنادو سره پارلیمان ته بلل شوي وو‌ خو دپوځي مرکز نه پارلیمان ته ځواب لاړو تاسو پوځي مرکز ته راشئ .

پاکستان کې د خلکو په زور د اوچتولو پېښې د پخواني پوځي امر جنرل پروېز مشرف په وخت کې شورو شوې وې .

د پاکستان حکومت او پوځ په هېواد کښې د زرگونو په شمېره کې د خلکود بې درکه کېدو او په دې کې د پوځ د استخباراتې ادارو د ککړتېا څخه انکار کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG