لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"عمران خان صیب ونې کرل ښه دي، خو د سکول د ماشومانو زورول انصاف نه دی"


د وزیراعظم عمران خان د پاکستان د ښیرازه کولو په مهم کې د سرکاري سکول ماشومانو ويلي دي استادانو یې ورسره ناروا وکړه.

د خېبر پښتونخوا په لرې پرته سیمه بونیر کې د سکول ماشومانو ځاي خبریالانو ته ويلي دي چې استادانو یې په خوشي غر کې وږي تږي پرېښودل.

په حق نیوز فیس بک پاڼه خپره شوې یو ویډیو کې د سکول یو ماشوم وايي چې استادانو یې سحر د ونو کرلو مهم له په گاډو کې بوتلل او بیا یې په غر کې پرېښودل:

"مونږ دلته د څلورو بجو نه ولاړ یو، وس شپږ نيمې بجې دي، وې گاډي درله رالېږو، خو وس نه گاډي شته، هيڅ نشته"

په ویډیو کې لیدل کیږي چې د دولسو او پنیځلسو کالو په عمر کې ١٦ ماشومان د سړک په غاړه ولاړ دي او د ځيني په لاسونو کې بوټي هم دي.

دغه ماشوم وايي چې وړاندې هم دويي سره داسې شوي دي، غرونو ته یې بوټو کرلو له بو ولي وو او هم هلته یې پرېښودي وو.

"مونږ یې پیدل رواستي وو بیا ددې ځای نه په ټرکونو کې بیرته لاړو، مونږ خپل هیډ ماسټر صالح محمد ته ووې ، وگورۍ په ټرکونو کې ناست یو، هغه راپورې په خندا شو"

د بونیر د تعليم د محکمې مشر بخت ذاده پخلی کړی چې په بونیر کې د بوټو د کر په مهم کې نن ٣٠٠٠ زره ماشومانو برخه اخستله، هغه وي او ای ډیوه ته وویل دا څه ناویاته خبره نه ده، په هر ځای کې ماشومان په وجودي هلو ځلو کې برخه اخلي:

" په نورو ملکونو کې هم او دلته هم په قامي کارونو کې په کال یا میاشت کې یو ځل ماشومان برخه اخلي" هغه وویل ددې سره شعور سوا کیږي.

په ټوله صوبه کې د ونو د کرلو په مهم کې د سکول په زرګونو ماشومان برخه، د بخت ذاده تر مخه د دپوره بونیر نه ۱۰۰۰۰ زره د سکول ماشومانو د دوي سره بوټې وکرل

هاغلي بخت ذاده وویل پلټنې به کوي چې دا ماشومان څنگه یواځې پرېښودل شول.

د ښاغلي بخت ذاده مرکه په لاندیني لینک اوریدی شئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:19 0:00

د حق نیوز چلونکي خبریال محب الحق وي او ای ډیوه ته وویل د سېمې د صوبايي اسمبلۍ غړی ریاض خان او دقامي اسمبلۍ غړی شیر اکبر خان هم د بوټو د کرلو د پرانستې دستورې ته ورغلي وو ، هغه وویل:

"مونږ د دوي سره مرکې وکړې او چې بیرته ستانه شو نو په لاره کې ځيني ماشومانو زمونږ د خبریالانو په گاډو پسې منډه کړله"

ښاغلی محب الحق وویل مونږ چې گاډي ودرول نو ماشومانو راته ویل چې شپه راروانه ده او پریشانه دي.

محب الحق وویل دا ماشومان د کینگرلۍ کلي بونیر نه کاټلنگ مردان پلو ته په سړک په یوه تنگه وادۍ کې ولاړ وو، عمله ترې په غټو غټو گاډو کې تلې وه:

"دا ماشومان د نانسیر دي او په کینگر گلۍ کې ولاړ وو دا ٦ کلومیټره فاصله ده، د ماښام خړه شورو کیدله"

محب الحق وویل د وزیراعظم عمران خان صیب د ونو کرلو مهم ښه دي، خو د سکول د ماشومان زورول انصاف نه دی. هغه وویل په غریزه سیمه کې د ماشومانو ژوند ته خطر ورپېښېدې شو.

په بونیر کې د شجرکارۍ د مهم عمل د ٢ ستمبر نه روان دی. ددې مهم د پرانستې دستورې ته د بونیر ډپټي کمشنر شفیع الله خان، ډسټرکټ پولیس افیسر محمد صادق بلوچ ډي ایف او فارسټ احمد جلیل او نور سرکاري چارواکي هم ورغلي وو.

د پاکستان د نوي منتخب وزیراعظم عمران خان په هېواد کې د ونو کرلو په غږ د تحریک انصاف گوند نه علاوه عام اولس او سرکاري ملازمان هم برخه اخلي . عمران خان اپيل کړی دی چې اولس دې ونې وکري چې هېواد ښیرازه شي او د نړېوالې تودوښې مخه ونیول شي.

د ماحولیاتو ماهرین وایی د ونو بوټو کرلو سره د ماحول ښیچن والی کمول کېدې شي. د رپورټونو تر مخه د پېښور په ګډون د پاکستان یو شمېر ښارونه د نړۍ په ټولو خیچنو ښارونو کې شمارل کېږي.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

Recommended

XS
SM
MD
LG