لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو يوه  افغانه بوډۍ ښځه په بې رحمۍ سره وژلې ده


افغان چارواکي وايي، طالبانو د افغانستان په جنوبي ولایت هلمند کې یوه ۸۵ کلنه بوډۍ ښځه دولت ته د جاسوسۍ په تور لومړی تښتولې، بیا یې ترې پښې پرې کړیدي او وروسته یې په بې رحمۍ سره وژلې ده.

په ټولنیزو رسنیو کې ددغې پېښې په اړه افغانانو توند غبرګون ښودلی او د طالبانو لخوا دغه ترسره شوی کار یې ددغې وسلوالې ډلې یو بل ستر ظلم ګڼلی.

د ۸۵ کلنې میرمنې د وژنې خبر د هلمند د والي ویاند عمر ځواک بي بي سي ته تایید کړی دی چې طالبانو څو ورځې وړاندې دغه ښځه تر خپل واک لاندې یوې سیمې بازار کې له موټره کوزه کړې او له ځانه سره یې وړې ده

دی وايي، طالبانو دا ښځه له وژلو وروسته بله سیمه کې غورځولې ده.

د هلمند د والي ویاند زیاتوي، دواړې پېښې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې شوې دي.

طالبان په دې پېښه کې لاس لرل ردوي. د وسله والو طالبانو یو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته ویلي، دا کار د دوی کسانو نه دی کړی خو دې ته په کتو چې سیمه د دوی په لاس کې ده، د پېښې پلټنه به وکړي.

د هلمند د ولایتي شورا منشي عبدالمجید اخوندزاده رسنیو ته ویلي دي، دا مېرمن "طالبانو په دې تور وژلې، چې ولې هغه مهال چې دغه سیمه د حکومت په لاس کې وه، کورنۍ یې د حکومت پلوي کړې".

دولت ته د همکارۍ په تور طالبانو پخوا هم ډیر خلک وژلي دي خو دا لومړی ځل دی چې یوه ۸۵ کلنه بوډۍ ښځه په دومره بې رحمۍ سره وژني.

هلمند د افغانستان یو له هغو نارامو ولایتونو څخه دی، چې په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د رژیم د پرزېدو راهیسې پکې هېڅکله هم بشپړ امنیت پرځای شوی نه دی.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG