څېړونکو د پاکستان د وزیراعظم شهباز شریف په هغه بیان حیرانتیا ښکاره کړې چې پکې نوموړي اسلام اباد کې د تحریک انصاف ګوند په احتجاج ختمولو د پوځ د سر لښکر مننه کړې ده.
وزیراعظم شهباز شریف تېره ورځ د کابینې غونډې ته وینا کې ويلې وؤ، چې د پوځ د سرلښکر له وجې په اسلام آباد کې د پي ټي آي برید ناکامه کړی شوی دی.
څیړونکي وايي پوځ په آییني توګه د حکومت ماتحت یا تابع وي اؤ د وزیراعظم له بیان څرګندیږي چې په اسلام اباد کې د مظاهرینو سره څه شوي هغه هر څه د حکومت نه بلکې د پوځ په خوښه شوي دي.
خبریال اؤ د سیاسي چارو څیړنکار عبدالهادي مایار وي او اې ډيوه ته وایي ، د وزیراعظم دې بیان نه داسې ښکاري چې دا هر څه یعنې په مظاهرچیانو ډزې اؤ تشدد پوځ کړی دی اؤ د حکومت ورسره څه کار نه ؤ.
دا په داسې حال کې ده چې په اسلام آباد کې د احتجاج کولو په ترڅ د پاکستان تحریک انصاف ګوند په مشر عمران خان، د هغه په میرمن بشره بي بي اؤ د ګوند نورو ۳۰۰ پورې فعالانو باندې مقدمې جوړې کړل شوې دي.
پاکستان تحریک انصاف ګوند دعوه کوي چې د احتجاج په وخت د قانون نافد کوونکو ادارو لخوا نیغ په نیغه ډزو کې د هغوي څلویښت پلویان وژل شوې دي خو د اسلام آباد هسپتالونه، پولیس اؤ حکومت ددې تصدیق نه کوي.
څېړونکی عبدالهادي مایار وایي ، د پاکستان تاریخ کې داسې ډیر کم مثالونه دي چې په یوه مظاهره داسې ډزې شوې وي .
د نوموړي په خبره "حکومت دې نه انکار کوي خو بیا هسپتالونه وايي چې کوم مړي راوړل شوي دي په ډزو لګیدلې دي، حکومت په یو بیان دې ناراوا عمل نه ځان نه شي خلاصولی"
اسلام آباد ته د تحریک انصاف دې احتجاج لپاره زیاتره خلک د خیبر پښتونخوا صوبې نه ورغللي وو،
په ټولنیز رسنیو په پي ټي آي پنجاب اؤ مرکزي قیادت باندې نیوکې روانې دي چې ولې دوي په احتجاج کې شامل نه وو؟
د پاکستان تحریک انصاف ځینو مشرانو هم مطبوعاتو سره خبرو کې په دې خفګان څرګند کړی دی چې د احتجاج په وخت د ګوند کارکنان ېواځي پریښودل شوې وو.
خبریال محمود جان بابر وايي له تیرو ۱۳ کالو راهسې صوبه کې د تحریک انصاف حکومت دی نو ځکه اسلام آباد ته احتجاج د پاره دې ګوند ته خلک راجمع کول ګرانه نه وي.
د هغه په وینا د پښتونخوا حکومت د احتجاجونو په مهال د تړلو لارو پرانستلو لپاره سرکاري مشینري هم استعمالوي خو په پنجاب کې چې بیا د مسلم لیګ(ن) حکومت دی نو هلته د پي ټي آي مشرانو ته احتجاج لپاره راوتل ګرانه وي .
د محمود جان بابر په خبره "خو بیا هم پنجاب یوه لوېه صوبه ده باید چې څه قافلې خو د پنجاب نه راغلې وای"
محمود جان بابر واي نیزدې وختونو کې چې پي ټي آي څومره احتجاجونه کړي دي خلک ورته د خیبر پښتونخوا نه راغلي دي نو داسې ښکاري چې راتلونکي وخت کې به دا ګوند هم دې صوبې پورې محدود شي څنګه چې پاکستان پیپلز ګوند سیند صوبې پورې پاتې شو.
د حکومت د وینا ترمخه دې احتجاج کې شامل نهه سوؤ پورې کسان نیول شوي دي چې پکې افغانان هم شامل دي.
د پاکستان د کورنیو چاور وزیر محسن نقوي ویلي دي اسلام آباد کې به د ۳۱م دسمبر نه افغانان د کمشنر له اجازې پرته نه شي پاتې کیدای.
د بخښنې نړیوال سازمان یا امنسټي انټرنیشنل پخپل یو بیان کې غوښتنه کړې ده چې پاکستان کې د مخالفو ګوندونو د فعالانو پرضد د تشدد نه د ډکو عملیاتو باید سمدستي اؤ رڼې پلټنې وکړل شي.
پاکستان تحریک انصاف ګوند دعوه کوي چې د قانون پځاي کوونکو ادارو لخوا په احتجاج کې شاملو کسانو باندې نیغ به نیغه ډزو کې ۴۰ تنان وژل شوي دي خو تراوسه د اسلام آباد پولیسو ، هسپتالونو اؤ حکومت ددې تصدیق نه دی کړی.
پاکستان تحریک انصاف ګوند دا دعوه هم کوي چې د وژل شوؤ کسانو د کره شمېرې معلومولو د پاره خبریال مطیع الله جان کوښښ کولو خو تیره شپه هغه هم تښتول شوی دی اؤ نن د زیارت په ورځ د اسلام آباد پولیسو په هغه د ترهګرۍ د مخنیوي اؤ منشیاتو د دفعو لاندې مقدمه درج کړې ده.
Forum