لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په شمالي غزه او بیروت د اسرایل بمباري، په یو جومات شوي برید کې ۱۹ تنه وژل شوي


ای پي خبري اداره وايي د اتوار/ یکشنبې په ورځ د اسرایل لخوا په غزه کې په یو جومات شوي برید کې د فلسطیني چارواکو تر مخه لږ تر لږه ۱۹ تنه وژل شوي، په داسې حال چې اسرایل په شمالي غزه او جنوبي بیروت کې د ایران پلوه وسله والو ډلو پرضد عملیات سېوا کړي.

د اسرایل لخوا ویشتل شوي دغه جومات کې بې کوره شوي خلکو پناه اخستې وه او یاد جومات د غزه په دارالبلاح سیمې د مرکزي هسپتال/ روغتون سره په خوا کې دی. هم په دغه سیمه کې په یو سکول/ مکتب شوي برید کې هم څلور تنه وژل شوي. په یاد سکول کې هم بې کوره شوي خلکو پناه اخستې وه.

د اسرایل پوځ وايي چې په دغه دواړه بریدونو کې وسله وال په نښه شوي، خو نور کوم تفصیل یې نه دی ورکړی.

د ای پي خبري ادارې یو خبریال په الاقصی روغتون کې وژل شوي کسان شمارلي. د روغتون د ریکارډ تر مخه په برید کې وژل شوي ټول سړي‌ وو.

د حماس وسله والې ډلې لخوا تیر کال په اسرایل د برید راپه دیخوا اسرایل لا هم په غزه کې د حماس ډلې سره په جګړه کې بوخت دی، او په لبنان کې یې د حزب الله ډلې پرضد یې هم جګړه پېل کړې. حزب الله ډلې په غزه کې د جګړې شورو کیدو راپه دیخوا د اسرایل سره په پوله بریدونه پېل کړي وو. اسرایل دا ژمنه هم کړې چې تیره اونۍ د ایران لخوا په اسرایل د بېلسټک میزایلو د برید وروسته به ایران ته په خپله خوښه ځواب ورکوي.

په دغه سیمه کې زیاتیدونکې جګړې دغلته د امریکا موجودیت هم د خطر سره مخ کړی څوک چې اسرایل ته مهم پوځي او سفارتي مرستې ورکوي، او ورسره د امریکا حمایتي عرب هیوادونو کې امریکايي عسکر هم پاتې کیږي. په شام، عراق او یمن کې بیا ایران پلوه وسله والو ډلو د اسرایل پرضد دغه جګړه کې داخل شوي دي.

اسرایلي عسکر جبالیه مهاجر کېمپ ته بیا داخل شوي او خلکو ته یې د وتلو امر کړی

په عیني حال کې د اسرایل پوځ د شمالي غزه په جبالیه مهاجر کېمپ کې د نوو عملیاتو پېلولو اعلان کړی، دغه کېمپ چې د حد نه زیاته ابادي لري او په کال ۱۹۴۸م کې د اسرایل د جوړیدو وروسته جوړ شوی. دغه سیمې ته د ټینکونو د تګ ویډیوګانې او عکسونه خواره شوي.

اسرایلي پوځ د دغه کېمپ نه تاو دي او جنګي الوتکو یې د کېمپ دننه د وسله والو ځایونه په نښه کړي. د غزه په روانه جګړه کې اسرایل څو وارې په دغه کېمپ کې عملیات کړي چې اوګوري چې وسله وال بیا دغلته یو ځاې نه شي.

د دې خبر نور جزیات راروان دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG