د خېبر پښتونخوا حکومت تیر کال د کور په سطح کارکونکو مزدورانو یا کارګرو د ښېګړې او تحفظ قانون منظور کړی و چارواکي وايي د دغه قانون د عملي کولو لپاره صوبايي حکومت اوس رولز یا اصول تجویز کړي دي.
د متعلقه ادارې د وړاندېز تر مخه یو مالک چې کله د کار لپاره یو کارکوونکی وګماري نو د هغه د معاش د کچې، د کار په ځای کې د کارکوونکي د تحفظ اقداماتو او د کارکوونکي د کار وختونه به په يو رجسټر کې ساتي او حکومتي چارواکي يا انسپکټر ته به یې ورکوي.
د دغو اصولو په خلاف ورزۍ 5000 نه واخلې تر 10000 روپو پورې جرمانه کېدلی شي.
د حکومتي ګوند پاکستان تحريک انصاف د صوبايي اسمبلۍ غړې زينت بي بي چې د دغه قانون يا د بل جوړولو لپاره جوړې شوې کمېټۍ مشري يې کوله او څه دوه نيم کاله يې په دې قانون سازۍ کار کړی دی وايي پکار ده چې د دې قانون رولز هم زر تر زر عملي شي چې د ورکرز يا کار کونکيو تحفظ يقيني شي.
هغه وايي:"چې څومره هم هوم بېسډ ورکرز يا په کورونو کې کار کونکې ښځې دي چې کار کوي نو پکار ده چې دوي ته خپلو حقونو په اړه پوهه وي. ځکه چې اوس د دوي لپاره قانون جوړ شوی دی. دو چې چاله هم کار کوي نو هغوي سرې دې اول معاهده کوي. خپل رجسټرېشن دې پوره کړي. او چې کله ورله څوک کمه معاوضه يا مزدوري ورکوي نو پکار ده چې د خپل حق لپاره اواز پورته کړي."
زينت بي بي زياتوي چې حکومت به هڅه کوي چې دې مزدورانو ښځو له د مزدورۍ اېکټ د لاندې معاوضې ورکول يقيني کړي او دوي چې کوم څيزونه جوړوي نو د دې د نرخونه په اړه به هم په رولز کې وضاحت کيږي ."متعلقه محکمه به وخت په وخت دې هوم بېسډ ورکرز ښځو لپاره د هنرونو تربيتي پروګرامونه راجوړوي، دوي کې به اګاهي راپېدا کوي او د بېنکو نه د کاروبار لپاره بلاسود وړې او غټې قرضې هم ورکولی کيږي."
په خېبر پښتونخوا کې د هوم بېسډ ورکرز يونين د ښځو د يو تنظيم مشره تاج مينه وايي دا مهال په خېبر پښتونخوا کې صرف 1300 داسې ښځې کارکوونکي دي چې په کورونو کې دننه مزدورۍ او هنري کار کوي. هغه وايي څه ډېره هيله منه نه ده چې په دغه قانون باندې به پوره عمل وشي خو وايي که دغه رولز څه حده پورې عملي شو نو کېدی شي د مېرمنو کار کوونکو معاشي استحصال څه لږکم شي.
هغه وايي "په کورونو کې دننه چې کومې ښځې کار کونکې دي نو يو خو د هغوي نرخ د بازار د نرخ نه ډېر زيات کم دی. او بله غټه خبره پکې دا ده چې دا د کليو ښځې دي نو هر چاته بازار ته د تلو اجازت نشته دی نو زياتره کار د مډل مېن يا د درېم ګړي د لارې کيږي. نرخ اول دکاندار ته ورکړی شي، هغه يې مډل مېن ته ورکړي او مډل مېن يې بيا مزدورې ته ورکړي نو څه پکې د مډل مېن نه کمی راشي څه پکې مالک نرخ کم لګولی وي. نو په دې طريقه د دې ښځو استحصال کيږي."
خو د هوم بېسډ ورکرز د حقونو لپاره يو غېر دولتي تنظيم د حوا لور مشره خورشي بانو وايي اول خو په دې رولز او قانون کې ترميم پکار دی ځکه چې د هوم بېسډ ورکرز يو مالک نه وي. دوي نه بېل بېل سامانونه بېل بېل مالکان اخلي نو ځکه په دې لړ کې هم په دې رولز او قانون کې ترميم پکار دی.
هغه وايي: "پکار ده چې مخکې سروی، ريسرچ او رجسټرېشن کار شروع شي. بيا په دې کې ترميم او بدلون راوستلی کېدېشي. چې ضرورت يې هم دی او مونږ يې کول هم غواړو."
د متعلقه صوبايي وزير شوکت یوسفزي سره وي او ای ډيوه د دغه رولز د منظورۍ او عملدارۍ يه حقله تپوس لپاره رابطه وکړه خو هغه په دې اړه څه ځواب ور نه کړو.