لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت:طالبان دې دنړۍ دیني علماووغوښتونو ته مثبت ځواب ووايي


د افغانستان د جمهور رییس محمد اشرف غني ویاند شاه حسین مرتضوي د سه شنبې په ورځ دخبري کنفرانس پرمهال له طالبانو وغوښتل چې په سعودی عربستان کې دنړۍ او سیمې د اسلامي هیوادونود دین عالمانوغوښتنه ومني
د افغانستان د جمهور رییس محمد اشرف غني ویاند شاه حسین مرتضوي د سه شنبې په ورځ دخبري کنفرانس پرمهال له طالبانو وغوښتل چې په سعودی عربستان کې دنړۍ او سیمې د اسلامي هیوادونود دین عالمانوغوښتنه ومني

دافغانستان د روانې جګړې په تړاو د نهې، سه شنبه، په ورځ دسعودي عربستان په جده ښارکې د نړۍ ا سلامي هیوادونو د دیني عالمانو ناسته پیل شوه.

دافغانستان دسولې عالي شورا ویاند سید احسان الله طاهري له امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې وویل په دې کنفرانس کې دنړۍ له ۳۰ زیاتو هیودونو لسګونو دیني عالمان برخه اخلي اود طالبانو روانه جګړه به د دیني له اړخه څیړل کیږي.

نوموړي زیاته کړه:"دسیمې او نړۍ د اسلامي هیوادونودیني عالمان دافغانستان په روانه جګړه اودسولې په پروسه بحث کوي او د دین له اړخه د مخالفینو پیل شوي جګړه ترڅیړنې لاندې نیسي او وروسته دوی خپل دریځ اعلانوي."

افغان حکومت ویلي وسله وال مخالفین دې په سعودي عربستان کې دنړۍ د اسلامي هیوادونود دیني علمانو له وړاندیزونو هرکلی وکړي.

د افغانستان د جمهور رییس محمد اشرف غني ویاند شاه حسین مرتضوي د سه شنبې په ورځ دخبري کنفرانس پرمهال له طالبانو وغوښتل چې په سعودی عربستان کې دنړۍ او سیمې د اسلامي هیوادونود دین عالمانوغوښتنه ومني او د افغانستان دجګړې په اړه دهغوی پریکړې ته درناوی وکړي.

مرتضوي وویل:"په اندونیزیا کې د دیني علماوو بیانیه او هغه ناسته چې نن او سبا یې دنړۍ اسلامي هیوادونو دینی عالمان یې په سعودي عربستان کې لري ،دسولې په اړه به څرګند ځانګړي پیغامونه ولري ،دافغانستان حکومت له دې پیغامونو تل هرکلۍ کړی مونږ امید وار یوهغه ډلې چې دافغانستان له حکومت سره په جګړه کې ښکیل دي ،دعلماوو فتوا ته ارزښت ورکړي او جګړې او تاو تریخوالي ته دپای ټکی کیږدي."

دافغانستان دسولې او روانې جګړې په تړاو دنړۍ دیني عالمانو دوه ورځني ناسته چې په سعودي عربستان کې داسلامي هیوادونو دهمکاریو سازمان په نوښت پیل شوه ،همدې سازمان په یوه تازه بیان کې ویلي دترهګرۍ اوافراطیبت له ټولو برخو سره مبارزه به دیني عالمان د شریعت د احکاموله مخې بیانوي.

طالبان هم د سعودي عربستان د دیني عالمانوغونډې ته دعوت شوي خو هغوي په کې د نه ګډون پریکړه کړې.

په جده ښار کې د دیني عالمانو دغونډې له جوړیدو وړاندې په کابل کې اوهمداراز په اندونیزیا کې هم دافغانستان ،پاکستان اواندونیزیا دیني عالمانو ناستې ترسره شوې اوپه افغانستان کې د وسله والو روانه جګړه د دین خلاف او نارواه ګڼلې وه.

دبروکسل غونډه

د جمهور ريیس ویاند شاه حسین مرتضوي وايي دناټو دغړو هیوادونو ناسته چې د راتلوونکي پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې جوړیږي،دګډون لپاره محمد اشرف غني بلجیم ته سفر وکړ.

نوموړی وايي دبروکسل ناسته دافغانستان لپاره مهمه ده او په دې کې به له ترهګرۍ سره دمبارزې ،دافغانستان دسولې له پروسې څخه دملاتړ او دنړیوالوجرمي شبکو پرضد به بحث او خبري کیږي.

هغه زیاته کړه:"د جهارشنبې په ورځ دناټو غړوهیوادونوله مشرانو سره جمهورییس محمد اشرف غني جلالیدنې لري اود زیات په ورځ دناټو غړوهیوادونو په ناسته کې څرګندیږي او وینا لري."

مرتضوي ویلي په بروکسل کې د ناتود غړوهیوادونود ناستې پایلې دافغانستان لپاره ډیرې مهمې دي اونه یوازې افغان امنیتي ځواکونه دتمویل او تجهیز په برخه کې دنړیوال ملاتړ لري بلکې دسولې پروسې څخه دنړۍ سیاسي ملاتړ هم رامنځته شوی په یاده غونده کې به دنړۍ سیاسي ملاتړ لاغښتلی شي .

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG