لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت: د جمهوري ریاست انتخاباتو ترسره کیدو ته ژمن یو


د افغانستان سولې پروسه کې د امریکا د بهرینو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ویلي، د افغانستان د جمهوري ریاست راتلوونکو انتخباتو لپاره باید چمتوالی ونیول شي.

خلیلزاد په خپل یو تازه ټویټ کې د افغان سولې پروسې په اړه ویلي چې د امریکا یو له لومړیتوب څخه دا دی چې د افغانستان روانې جګړې ته سیاسي هواری ولټوي.

نوموړي ویلي د سولې لپاره خپلو هڅو ته چې د افغان ولس حق او غوښتنه ده، دوام ورکوي او ترڅنګ به یې د جمهور ریاست د راتلوونکو انتخاباتو لپاره هم باید چمتوالی ونیول شي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي له ډیوې سره په خبرو کې نن د شنبې په ورځ وویل چې افغان حکومت د ولسمشرۍ راتلونکو انتخاباتو ترسره کولو ته ژمن دی.

مرتضوي وویل: ٫٫ د جمهوري ریاست انتخابات به ترسره کیږي او نن مسلح قواوو په قومندانۍ کې دانتخاباتو دامنیت په اړه بحث وشو او د ټاکنو خپلواک کمیسیون د انتخاباتو مهال ویش د امنیتي او دفاعي ځواکونو د رهبرۍ دفتر ته وسپارل شو او ژمنه وشوه چې د انتخاباتو د ټولې پروسې دامنیت ساتنه به کیږي.٬٬

د سیاسي چارو څیړونکی عبدالرشید ارین وايي، د افغانستان د سولې پروسه ډیره پیچلې ده او د افغانستان ۴۰ کلنې جګړې ته د ژر ترژره د سیاسي حل پیدا کیدل امکان لري.

ارین وویل: ٫٫ د امریکا نماینده د سولې خبرو ته اولویت ورکوي خو طرف مقابل د ده پیشنهادونو مطابق مخته نه دی تللی او په نږدې راتلوونکي کې له طالبانو سره د سولې خبرو توافق ته رسیدل تراوسه اطمناني نه دی نوځکه خلیلزاد د افغانستان د جمهوري ریاست انتخاباتو لپاره د اماده ګۍ نیولو غږ کړی .٬٬

ښاغلي زلمي خلیلزاد دا تازه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په نژدیو ورځو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله ایلیس ویلز په دې وروستیو کې د افغانستان د سفر په وخت له جمهور رېیس محمد اشرف غني او له ګنو نورو افغان مشرانو سره د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو غږیدلې وه.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون دمعلوماتو له مخې د جمهوري ریاست ټاکنې به د میزان میاشت په ۶نیټه چې د روان میلادي کال د سپټمبرله ۲۰ مې سره برابرده ترسره کیږي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG