لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کورمه: د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې له امله د خرلاچي پوله تړلې پرته ده


نه خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو او نه د پاکستان حکومت په کورمه کې په پوله د شخړې په اړوند  په رسمي ډول څه ويلي دي
نه خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو او نه د پاکستان حکومت په کورمه کې په پوله د شخړې په اړوند  په رسمي ډول څه ويلي دي

د خېبرپښتونخوا د بره کورمې ضلعې او د افغانستان د پکتيا د ډڼډي پټان ولسوالۍ ترمنځ په پوله د شخړې له امله د خرلاچي پوله په درېمه ورځ د هر ډول تګ راتګ دپاره تړلې پرته ده. ځايي خلک او امنيتي سرچينې وايي په پوله د پاکستاني او طالبانو د چارواکو ترمنځ د شخړې د هواري دپاره خبرې د ګل، دوشنبې، په ورځ پېل شوې.

د ځايي خلکو او امنيتي سرچينو په وينا د خالي/ شنبې په ورځ [19 نومبر] په پوله شخړه جوړه شوې وه.

بلخوا، افغان طالبانو او پاکستاني چارواکو ویلي د افغانستان کندهار ولایت او د پاکستان د بلوچستان صوبې ترمنځ د سپين بولد او چمن سرحدي لار د څو ورځو د بندېدو نه پس د ګل، دوشنبې، په ورځ بیا پرانیستل شوه.

د کورمې يو ځايي مشر حاجي رفيق په وينا په دغه پوله چې پورې راپورې توري قبايل اباد دي، هغه دعوه کوي چې په پوله يې پورې 1100 جريبه ځمکه ده د افغانستان طالبانو پرې ابادي کوله، دوی ورته احتجاج کړی او په دغه مهال پرې هغوی ډزې پېل کړي دي.

نه خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو او نه د پاکستان حکومت په کورمه کې په پوله د شخړې په اړوند په رسمي ډول څه ويلي دي.

خو په ټولنيزو رسنيو داسې خبرونه مخې ته راغلي چې بيا د ډزو لړۍ سېوا شوې د پورې غاړې نه طالبانو او دې لوري پاکستان نه امنيتي ځواکونه پولې ته رسېدلي او د نن پورې د يو بل پرضد درنې او سپکې وسلې کارول شوي دي.

ځینې ناتاييده رپورټونه په ډزو کې دواړو غاړو ته د مرګ ژوبلو اوښتو دعوې هم کوي او ځينې امنيتي سرچينې هم داسې خبر ورکوي خو په دغه اړوند کره معلومات مخې ته نه دي راغلي او نه یې په اړه د دواړو ملکونو لخوا په رسمي ډول څه ويل شوي دي.

يو بل ځايي تن نديم حېدر توري ويلي، د ډزو له امله په پوله ته نزدې خلک د سختو ستونزو سره مخ دي، ښځې او ماشومان د کورونو نه ويستل شوي په حجرو او امام باړو کې دېره کړی شوي دي.

د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د بهرنيو چارو د وزارت د سټېنډنګ کمېټۍ مشر محسن داوړ وايي خبر ورته ترلاسه شوی چې په کورمه کې په پوله مسله جوړه شوې دوی يې معلومات غوښتي او د دې مسلې هوارولو هڅه به کوي.

یو امنيتي چارواکي ویلي، حالات اوس هم ترينګلي دي او د دواړو خواوو څخه نن ډزې ودرېدلي او خبرې پېل شوي دي.

په پوله د شخړې له امله د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خرلاچي پوله په درېمه ورځ تړلې پرته ده، هر ډول تګ راتګ او تجارت پرې بند دی، په ياده پوله ځايي خلک تګ راتګ او د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارت کيږي. په پوله د سکرو او ميوو سره نور تجارت هم کيږي.

د کورمې او پکتيکا ترمنځ په پوله دا شخړه په داسې حال کې شوې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د چمن د تګ راتګ غټه لاره د اووه ورځو بندېز وروسته نن پرانستل شوې ده.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ وخت په وخت په پوله [ډېورنډ] دغه ډول پېښې کیږي.

په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان څو ځله دعوې کړی چې د پولې د پورې غاړې نه ترهګر په پاکستاني ځواکونو بريدونه کوي خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو دغه دعوې رد کړي دي.

په افغانستان کې تېر کال د طالبانو په واک کې د راتلو وړاندې به هم د افغانستان حکومت او امریکې په پاکستان داسې تورونه لګول چې هغو وسله والو ته يې پناه ورکړې څوک چې په افغانستان کې ترهګري کوي خو پاکستان هم تل دغه تورونه رد کړي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Recommended

XS
SM
MD
LG