لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان او پاکستان کې د ځنډ وروسته د پولیو پروګرام بیا پیل شو


د 2020 کال تر دې دمه په ټول افغانستان کې د پولیو 29 مثبتې پیښې ثبت شوي دي چې ډیرې یې په جنوبي حوضه کې ثبت شوي
د 2020 کال تر دې دمه په ټول افغانستان کې د پولیو 29 مثبتې پیښې ثبت شوي دي چې ډیرې یې په جنوبي حوضه کې ثبت شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د پولیو پروګرام مسول وایي چې دا پروګرام یو کوچنی اختصاصي پروګرام دی چې په ترڅ کې به یې په ختیځه حوضه کې 1.1 میلیون ماشومانو ته واکسین تطبیق کړي.

د دوی په خبره چې د پولیو د واکسین لپاره به یې لوی کمپاینونه په اګست میاشت کې پیل شي.

د عامې روغتیا وزرات د پولیو پروګرام مسولین وايي کوم کمپاین یې چې روان کړی دی دا یوازې د ختیځې حوضې کنړ، نورستان ننګرهار او لغمان ولایتونو لپاره په اختصاصي ډول پیل کړی چې په ترڅ کې به یې 1.1 میلیون ماشومان واکسین شي.

د روغتیا وزارت د پولیو پروګرام مسول ډاکټر راسح وایي چې ختیځه حوضه دوی ته د لاسرسي وړ وه.

ښاغلی راسح وایي" دا کمپاین چې فعلآ روان دی یو ډیر کوچنی اختصاصي کمپاین دی موخه یې دا ده چې 1.1 میلیون ماشومانو ته واکسین تطبیق کړي ځکه ختیځه حوضه موږ ته د امنیتي لحاظه هم د لاسرسي وړ وه شرایط ورته مساعد وو هلته څه ستونزې نه وې او زموږ لوی کمپاینونه د اګست په میاشت کې پیل کیږي، او کوم کمپاینونه چې سرتاسري یا فرعي دي هغه بیا د کال تر پایه پورې تطبیق کیږی"

د 2020 کال تر دې دمه په ټول افغانستان کې د پولیو 29 مثبتې پیښې ثبت شوي دي چې ډیرې یې په جنوبي حوضه کې ثبت شوي شاغلی راسح وایي "د مثبتو پیښو څخه یې 19 پیښې په جنوبي حوضه، 6 لویدیځه حوضه،1 په شمال کې، 1 بدخشان او 2 یې په ختیځه حوضه کې ثبت شوي دي چې ټول ټال 29 کیږي"

مسولین وایي نه یوازې چې تیر 2019 کال کې د ځینو ستونزو له امله د پولیو کمپاینونه د خنډ او ځنډ سره مخ شوي وو بلکې په 2018 کال په جنوبي حوضه کې په مې میاشت کې د پولیو د کور په کور کمپانونه پلي کیدل هلته هم ستونزې را ولاړې شوې چې یاد کمپاینونه ودرول شول. همدا لاملونه وو چې په افانستان کې د تیر 2019 کال تر پایه د مثبتو پیښو شمیر 29 ته پورته شوی وو.

د پولیو کمپاینونه د تیرې فبرورۍ د میاشتې را پدې خوا د کرونا ویروس له وجې درولي شوی وو چې دا لوی کمپاینونه به د اګست په میاشت کې بیا پیل شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG