لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اشرف غني: د ځوانانو غږ کمزوری دی، باید خپل غږونه اوچت کړي


په افغانستان کې د ځوانانو نړیواله ورځ، د ځوانانو لپاره د خوندي چاپیریال تر شعار لاندې د سلګونو ځوانانو او حکومتي چارواکو لخوا په یوه غونډه کې ولمانځل شوه.

افغان صدر، محمد اشرف غني، نن د اتوار په ورځ د ځوانانو د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې وویل چې د افغانستان په پرمختګ کې د ځوانانو رول مهم دي او له ځوانانو څخه یې وغوښتل چې د هرې ناخوالې پرخلاف او د هیواد د پرمختګ لپاره خپله خاموشي پای ته ورسوي او خپل غږ نور هم پیاوړی کړی.

ښاغلي غني د ځوانانو ترمنځ په یووالي ټینګار وکړ او ویې ویل: تاسي هغه نسل یاست چې د افغانستان روانې جګړې ته به خاتمه ورکوي.

صدر غني همدا راز زیاته کړه: «اصلاحاتو راوستو په مقابل کې مقاومت بې حده زیات دی، خو ستاسو آواز کمزوری دی، وختې چې تاسي ځوانان اکثریت د دې هیواد یاست، آواز مو اوچت کړئ، برخه واخلئ، او تاسي به هغه نسل یاست چې جنګ او بم ته به خاتمه ورکوئ او دا ستاسي اصلي رسالت دی.»

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو مرستیال ډاکتر کمال سادات په دې غونډه کې وویل چې حکومت د هیواد په کچه د ځوانانو ترمنځ د هیواد پرمختګ او سوکالۍ لپاره په ملي او نړیواله کچه بشپړه همغږي رامنځته کړې او په لومړي ځل د ځوانانو د بیلابیلو مثبتو پرمختګو لپاره د پنځه کلنې جوړې شوې سراتیژۍ له مخې گڼ شمیر ځوانان د لوړو زدکړو لپاره شخصي پوهنتونونو ته پیژندل شوي او زیات شمیر نور یې په حکومتي او شخصي ادارو کې په دندو ګمارل شوي دي.

کمال سادات وویل: «مونږ د ځوانانو لپاره پارلیمان جوړ کړی، او د سټوډنټ پارلمان په جوړیدو کار روان دی، یوت اسمبلۍ لرو او د ځوانانو د ژوند د بیلابیلو پرمختګونو لپاره په ګن شمیر پرمختیايي پلانونو کار وان دی.»

د افغانستان د ځوانانو په استازیتوب ضیاالحق فضلي په نننۍ غونډه کې وویل چې افغان حکومت په ملکي او نظامي ادارو کې ځوانانو ته د کار کولو موقع برابره کړې ده او افغان ځوانان د ریاست له هغې مبارزې څخه چې د فساد او زورواکانو پرضد یې پیل کړی ده، بشپړ ملاتړ کوي.

په افغانستان کې د ځوانانو نړیواله ورځ په داسې حال کې ولمانځل شوه چې د دې هیواد د آبادۍ شاوخوا ۷۵ سلنه وګړي ځوانان دي خو لاهم ګن شمیر ځوانان په دې هیواد کې له بې وزلۍ، بې روزګارۍ او د روانې جګړې له امله د ژوند له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

د اګست ۱۲مه چې د ځوانانو د نړیوالې ورځې سره برابره ده نه یوازې په افغانستان کې بلکې دنړۍ په ګن شمیر هیوادونو کې هرکال لمانځل کیږي.

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG