لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ډیورنډ کرښې ته څیرمه په خوست کې د باچا خان نړېوال پوهنتون جوړیږي


د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت ویلي افغان صدر، محمد اشرف غني په خوست ولایت کې د باچا خان په نوم د نړېوال پوهنتون د جوړیدو لومړنی چارې پیل کړي دي.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند فیصل امین له امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې وویل په همدې هدف اوه کسیز کمیسیون ته دنده سپارل شوې چې په خوست ولایت کې د ځمکې د ټاکلو او د جوړیدو نور لومړني کارونه یې د شپږمیاشتو په موده کې بشپړ کړي.

لیکوال او ژورنالیست فیض الله غمخور له ډیوې سره په خبرو کې د صدر غني له دې اقدامه هرکلی وکړ او هیله یې وښوده چې کومه جګړه او تشدد چې په سیمه کې موجود دي، په خوست کې د دې پوهنتون په جوړیدو سره به په راتلونکو لسیزو کې پای ومومي.

هغه وویل:"د خوست د خلکو لومړنۍ غوښتنه دا وه چې دلته دې د باچا خان په نوم پوهنتون جوړ شي او د خوست ولسونه د ولسمشر له دې اقدام نه ډیر خوښ دی چې د جوړیدو لپاره یې کمیسیون ته دنده وسپارله."

نوموړي زیاته کړه د باچا خان په نوم جوړیدونکی پوهنتون به دسیمې په کچه نړیوال پوهنتون وي او ۲۷ بیلابیلې پوهنځي او۳۱ څیړنیز مرکزونه به ولري.

غمخور وايي د پوهنتون د جوړیدو طرحه د چارو ادارې مرستیال خان ولي خان بشرمل لخوا له جوړیدو وروسته د سیمې په کچه ۱۷ پروفیسرانو په دې طرحې کار وکړ او خوست ته د ولسمشر غني د سفر پرمهال یې منظوري وشوه.

افغان چارواکو ویلي د ۶ میاشتو په موده کې به اووه کسیزه ټاکل شوی کمیسیون په خوست کې د باچا خان پوهنتون د جوړیدو لپاره د ځمکې او دنورو لومړنیو کارونو بشپړ رپوټ جمهور رییس ته وړاندې کوي او له هغې وروسته به د عملي کار په پیلولو غور کیږي.

د باچاخان په نوم د افغانستان په خوست ولایت کې د پوهنتون د جوړیدو ابتدايي کارونه په داسې حال کې پیل شوي چې د ګاونډي هیواد خیبرپښتونخوا ایالت کې په همدې نامه هم پوهنتون فعاله دي.

خان عبدالغفار خان چې د باچاخان په نوم هم مشهور دی، په سیمه کې دخپلواکۍ او د عدم تشدد پرضد د مبارزې اتل بلل کیږي.

باچا خان په کال ۱۸۹۰ میلادي کې دپښتونخوا ایالت د چهار سدې په سیمه کې دنیا ته سترګې غړولي، او په ۱۹۸۸ کال کې وفات او جسد یې د افغانستان په ننګرهار ولایت کې خاورته سپارل شوی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG