لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان په بغلان ولایت کې وسله والو ١١ پولیس وژلي


دبغلان ولایتي شورا ویلي په دې ولایت کې امن هغه مهال راتلی شي چې دطالبانو پټن ځایونه چې د دې ولایت په ډنډغوري شهاب الدین، مرکزي بغلان، بورکه، کیله ګۍ، تالاو برفک سیمو کې دي خلاف یې پراخ پوځي عملیات ترسره اود دولت د حاکمیت ساحه پراخه شي
دبغلان ولایتي شورا ویلي په دې ولایت کې امن هغه مهال راتلی شي چې دطالبانو پټن ځایونه چې د دې ولایت په ډنډغوري شهاب الدین، مرکزي بغلان، بورکه، کیله ګۍ، تالاو برفک سیمو کې دي خلاف یې پراخ پوځي عملیات ترسره اود دولت د حاکمیت ساحه پراخه شي

دافغانستان شمالي بغلان ولایت پلخمبري مرکزاړوند دپولیسو دماموریت په یوې پوستې د وسله والو طالبانو دتیرې شپې په برید کې ۱۱ تنه پولیس وژل شوي دي.

دبغلان ولایتي شورا غړي اسدالله شهباز له امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې وویل چې دا پوسته د پلخمبري مرکز اړوند د خواجه الوان په سیمه کې د طالبانو لخوا په شوي برید کې سقوط د له برخلیک سره مامخ شوه.

نوموړي وویل "دپولیسو دماموریت دغه پوسته دپلخمبري اړوند خواجه الوان په سیمه کې موقعیت درلود تیره شپه دطالبانولاسته لویدلې ده او اوپه دې امنیتي پوستې دطالبانو په بریدونو کې ۱۱ تنه پولیس وژل شوي دي."

دبغلان ولایتي شورا ريیس ډاکتر سید صفدر محسیني ډیوې ته وویل چې امنیتي ځواکونو ته په پروخت کومکي ځواک ونه رسید.

نوموړي ویلي طالبانو د دې پوستې دنیولو پرمهال دپولیسو موټرې او نور تجیزات سوځولي دي او یو شمیر وسلې او مهمات دمخالفینولاس ته ورغلي دي.

دولایتي شورا ريیس زیاته کړه نن سهار افغان امنیتي ځواکونو دطالبانو لاسته دلویدلې پوستې د نیول لپاره عملیات پیل کړل او په نتیجه کې دغه پوسته بیرته له طالبانو ونیول شوه.

محسیني وویل "مونږګڼې امنیتي ستونزې لرو دبغلان دلویې لارې دنا امنه کولو په هدف طالبان دشپې اود ورځې لخوا سیار چیک پواینټونه جوړوي او زمونږ پر پولیسو حملې کوي ،مونږد اړتیا وړ امکاناتو ته ضرورت لرو،دپولیسو او امنیتي ځواکونو شمیر باید زیات شي او دهغوی اکمالاتو ته باید ځانګړې پاملرنه وشي."

بغلان دهیواد په شمال کې هغه ولایت دی چې دافغانستان شمال ختیځ او شمالي اتو ولایتونو ته پرې عمومي لویه لاره غځیدلې ده.

ځاي خلکو هم ډیوې ته ویلي وسله وال طالبان د دې ولایت د لویې لارې دناامنه کیدو لپاره دافغان امنیتي ځواکونو پرامنیتي پوستو وسله وال بریدونه کوي او له بریدونو وروسته خپلو خوندي سیمو ته ستنیږي.

دبغلان ولایتي شورا ویلي په دې ولایت کې امن هغه مهال راتلی شي چې دطالبانو پټن ځایونه چې د دې ولایت په ډنډغوري شهاب الدین، مرکزي بغلان، بورکه، کیله ګۍ، تالاو برفک سیمو کې دي خلاف یې پراخ پوځي عملیات ترسره اود دولت د حاکمیت ساحه پراخه شي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG