لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جمهور ريیس غني: د افغانستان موقعیت په طلاد بدلیدو په حال کې دی


افغان صدر اشرف غني
افغان صدر اشرف غني

جمهور ريیس محمد اشرف غني ویلي، دافغانستان د اسیايي هیوادونو دوصل نقطه ده او همدارازد ملیاردونو ډالرو په ارزښت طبعي زیرمې لري اوکه له دې څخه سالمه ګټه واخیستل شي دا هیواد به په یوه صادرونکي هیواد باندې بدل شي.

دبې وزلۍ د له منځه وړولو اود متوازن پرمختګ لپاره د غیر دولتي موسیساتود ونډې او ارزښت ترسرلیک لاندې په جوړ شوي کنفرانس کې جمهوررییس غني وویل په راتلوونکو څوکلونو کې باید دافغانستان عواید ۸ ملیارده ډالرو ته ورسیږي.

نوموړي وویل "زمونږ موقعیت په طلا د بدلیدو په حال کې دی ،مونږ د اسیا د وصل نقطه یو او نه په وچه کې حصار هیواد ،دا ویاړ باید زمونږ د عمومي بحث یوه برخه وي ،زمونږ اوبه حیاتي شوي دي دافغانستان طبعي زیرمې ،یو هیواد چې ۲۴۰ ملیارده ټنه اوسپنه لري او۲۲۰ ملیارد ټنه د مرمرو ډبرې لري ولې په یوه صادرونکي هیواد باندې بدل نه شي نو له همدې امله په راتلونکو څو کلونو کې دافغانستان عواید باید ۸ ملیارده ډالرو ته ورسیږي."

جمهور رییس غني ویلي فقراو بې وزلي ورته دمنلو وړنه ده او پرضد یې باید دشعار پورته کولو پرځای عملي اقدامات ترسره شي.

نوموړي ویلي افغانستان له دایمي فقر سره نه دی مخامخ اود نړیوالې ټولنې په همکارۍ او په هیواد کې موجود طبعي زیرمو څخه د سالمې ګټې اخیستنې سره فقرباید پای ومومي.

هغه وویل،"لطفا مونږ ته د یوداسې هیواد په توګه چې دایمې له فقر سره مخامخ وي مه ګوری ،۱۷ کاله یې دوام وکړ شاید ۴۰ کاله نور هم دوام پیداکړي ،فقر طبعی نه دی ،فقر زما لپاره دمنلو وړ نه دی او دا زما لپاره دمنلو وړ نه دی چې هره شپه له هرو دریو تنو کسانو یو تن په لوږه خوب وکړي ،متاسفانه د فقر بحث څنډې ته شوی او پرضد یې مبارزه دعمل پرځای په شعار بدل شوی او اړینه ده چې په بیلابیلو برخو کې پروړاندې یې بحث او عملي اقدامات ترسره کړو."

محمداشرف غني د نړیوالې ټولنې لخوا په تیرو کلونو کې د شویو مرستو څخه مننه وکړه او ویې ویل چې لاسته راوړنې لري خو په وینا یې په لویه کچه بنسټیز پرمختګونه نه دي شوي.

نوموړی وايي "په کوچني سطحه زیاتې لاسته راوړنې لري خو په لویه کچه بدبختانه اساسي پرمختګ نه دی شوی او په تیرو ۱۷ کلونو کې د نړیوالې ټولې له سخاوت مندانه مرستو سره ،د ایس ،ټي ،جي او ایم ،ډي ،جي په هرمعیار کې مونږ په کمه درجه کې قرار لرو اودا د فغانستان دولت ،وګړو او زمونږ د غیردولتي همکارانو ناکامي ده."

جمهور ريیس ویلي ۷۴ اعشاره ۱۵ فصده د وګړوعمرونه له ۳۰ کلونو کم دي او افغانستان له یوه ځوان نسل سره مخامخ دی او د دې نوي او ځوان نسل له وړتیاوو څخه دهیواد په پرمختګ کې ګټه واخیستل شي.

نوموړي له دولتي ادارو او غیرد ولتي مرسته کوونکو بنسټونو څخه وغوښتل چې دفقر، بې وزلي او ځوان نسل ته دکار موندې او د بسنټیزو پروژو د پلي کیدو لپارمټې را ونغاړي ترڅو اقتصادي پراختیا رامنځته شي او افغانستان په یوه صادراتي هیواد بدل شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG