لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دفاع وزارت: د داعش لسګونه تندلاري افغان پوځ ته تسلیم شوي


د افغانستان په جوزجان ولایت کې د داعش یو کمانډر چې د تصویر په منځ کې لیدل کیږي، حکومت ته تسلیم شوی دی. دا عکس افغان پوځ جاري کړی
د افغانستان په جوزجان ولایت کې د داعش یو کمانډر چې د تصویر په منځ کې لیدل کیږي، حکومت ته تسلیم شوی دی. دا عکس افغان پوځ جاري کړی

د افغانستان دفاع د افغانستان د دفاع وزارت ویلي، تیره ورځ ناوخته د هېواد جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې د داعش ډلې اړوند له ۲۰۰ زیات داعش وسله وال له خپلوجګړه ییزواو ترهګریزو فعالیتونو نه لاس اخیستی دی.

د دې وزارت ویاند جنرال رادمنېش وايي، د داعش وسله والې ډلې د زوراو زیاتیو په غبرګون کې ولسي خلک دافغان دولت په ملاتړ د هغوی پروړاندې دریدلي او ترڅنګ یې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د زیاتو پوځي فشارونو له امله د داعش ډلې جنګیالي دې ته اړویستل چې د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې افغان پوځ ته تسلیم شي.

ردامنېش له امریکا غږ ډیوې سره نن د شورو، چهارشنبې په ورځ وویل دا ډله اوس دې حقیقت ته رسیدلې چې په افغانستان کې د جګړې د پرمخ بیولو دور یې پای ته رسېدلی او مجبور دي چې د تسلمیدو لار انتخاب کړي.

نوموړي وویل "دافغانستان امنیتي ځواکونود پوځي فشارونو له امله دوی وپوهیدل چې نور په جوزجان کې کومه لاسته نه لري، دوی به یا وژل کیدل اویا به تسلمیدل نو په دې اساس دوی د دولت امنیتي او دفاعي ځواکونو ته تسلیم شوي دي".

داعش وسله والو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په جوزجان کې پوځ ته د داعش تسلیم شوی مشر، مولوي حبیب الرحمن
په جوزجان کې پوځ ته د داعش تسلیم شوی مشر، مولوي حبیب الرحمن

په جوزجان ولایت کې د ملي اردو ځواکونو ته د داعش وسله والو لسګونه جنګالي په داسې حال کې د تسلمیدو ادعا شوې چې دافغان چارواکو په وېنا دې ډلې وسله وال او جګړه ییز فعالیتونه ښارونواوملکي ګڼ میشتو سیمو ته سوق کړي دي.

دافغانستان په ختیځ کې ننګرهارد نورو ولایتونو په پرتله په دې وروستیو کې په ملکي ادارو د ترهګریزاو وسله وال بریدونه ډېر شوي او زیاته مرګ ژوبله هم ولسي خلکو ته رسیدلې ده.

په وروستیو کې دافغانستان دفاع وزارت ویلي ،د ملي حاکمیت او د ځمکني بشپړتیا د خوندیتوب لپاره نوې امنیتي ستراتیژي د پلي کېدو په حال کې ده.

د دفاع وزارت ویاند ردامنش دوه ورځې وړاندې له ډیوې سره په خبرو کې ویلي و چې له هغو لرو او کم نفوسوسیمود ملي اردو سرتیري را وباسي او په هغو ستراتیژیکو سیموکې ځای پرځای کوي چې د ولسي خلکو امنیت په لاټینګښت مثبت اغیز ولري.

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG