لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان چارواکي:ختیځ ننګرهار کې د داعش ډلې اته تنه وسله وال وژل شوي


د ننگرهار په ده بالا ولسوالۍ کې افغان او نېټو ځواکونه عملیات ترسره کوي
د ننگرهار په ده بالا ولسوالۍ کې افغان او نېټو ځواکونه عملیات ترسره کوي

دافغانستان ختیځ ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې ناټو او افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې د داعش ډلې اته تنه وسله وال وژل شوي او دوه مرکزونه یې ویجاړ شوي دي.

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند فرید خان له امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې وویل د داعش ډلې اړوند دوه مهم مرکزونه چې ناټوځواکونوپرې هوایي بمبارکړی، یادې ډلې ور څخه دځانمرګواو سترترهګریزو بریدونو ترسره کولو لپاره ګټه اخیسته.

دننګرهارامنیه قومندانی ویلي د داعش ډلې په دې مرکزونوکې چې تیره شپه پرې دناټو الوتکو هوايي بریدون او افغان ځکوانو ځمکني عملیات ترسره کړل د دې ډلې ګن شمیر سپکې او درنې وسلې هم له منځه وړل شوي دي.

داعش وسله والې ډلې تر دې دمه دافغان چارواکو د دې څرګندونو په تړاو څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په ختیځ زون کې دافغانستان دسرحدي ځواکونو دلومړی لیوا قومندان جنرال ایوب حسین خیل ویلي د ننګرهار،کنړ اونورستان سرحدي سیمو کې هغه ګن شمیر وسله وال په شویوعملیاتو کې له منځه وړي چې وخت ناوخت به یې دافغان امنیتي ځواکونو پرسرحدي پوستو بریدونه کول.

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG