لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په جلال آباد کې د امنیت چارې ملي پوځ ته وسپارل شوې


په دې وروستیو کې، په جلال آباد ښار کې حملې او له امله یې امنیتي اندیښې زیاتې شوي دي
په دې وروستیو کې، په جلال آباد ښار کې حملې او له امله یې امنیتي اندیښې زیاتې شوي دي

د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو ویلي دا مهال د سرښار جلال آباد امنیت په موقت ډول د ملي پوځ ځواکونو ته سپارل شوي او له پولیسو او نورو امنیتي سرتیرو سره یوځای به ترهغه چې له مرکزه د پولیسو ځانګړي ځواکونه ورسیږي، پوځ د امنیت د چارو سمبالو مسئولیت ولري.

په جلال آباد ښار کې په دې وروستیو وختونو کې، د ترهگرو بریدونه زیات شوي دي. د ننګرهار والي حیات الله حیات ویلي داعش ډلې ځکه په دې وروستیو کې په جلال آباد کې ترهګریزو بریدونو ته زور ورکړ چې په وینا یې دا ډله په ننګرهارکې سخته ځپل شوې ده.

نوموړي زیاته کړه په تیرو دوو میاشتو کې په اچین، کوټ، او هسکې مینې په ولسوالیو کې د داعش ډلې له ۲۰۰ نه زیات جنګیالي وژل شوي او همداراز په جلال آباد کې په تیره یوه نیمه میاشت کې د دې ډلې نږدې ۱۰۰ کسان نیول شوي دي.

والي حیات الله حیات همداراز په ښار کې په ملکي ادارو ترهګرو د بریدونو په مخینوي کې د پاتې راتلو لامل د افغان سرتیرو د شمیر کموالی څرګند کړ.

نوموړي زیاته کړه: «د پولیسو تشکیل کمبود لري او په واقعي ډول مونږ نه شو کولای چې د جلال آباد ښار امنیت خوندي کړو، له همدې امله مو نن له ۳۰۰ نه زیات د ملي اردو سرتیري د ښار په واټونو کې د خپلو هیوادوالو د امنیت د ساتنې لپاره په موقت ډول په دندو وګمارل.»

والي زیاته کړه چې د ننګرهار د امنیت د خوندیتوب لپاره یې طرحه له صدر محمد اشرف غني سره شریکه کړې او صدر غني د همدې طرحې د عملي کیدو لپاره، اقدامات کړي دي.

حیات الله حیات وویل: «جمهور رئیس نن د کورنیو چارو وزارت ته د ځانګړو پولیسو د منظوري لپاره هدایت ورکړل او کله چې د پولیسو ځانګړی ځواک د ننګرهار ولایت ته ورسیږي، له موجوده پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو سره به یوځای د ښار د امنیت په ټینګښت کې مرسته کوي.»

د ننګرهار امنیت د خوندیتوب لپاره دا اقدامات په داسې حال کې کیږي چې تیره ورځ په جلال آباد ښار کې د کډوالو چارو پر ریاست په ځانمرګو او ډله ییزو بریدونو کې ۱۵ تنه مړه او ۱۵ نور ټپیان شول.

تردې وړاندې د دې ولایت په مرکز کې د قابله ګانو د روزنې په مرکز، مستوفیت، د پوهنې په ښاري مدیریت، او په ګڼو نورو ملکی ځایونو بریدونه شوي چې له امله یې زیاته مرګ ژوبله عامو ولسي خلکو ته رسیدلې ده.

بل خوا د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ادارې په یوه تازه رپوټ کې ویلي چې د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د روان میلادي کال د تیر جولای په میاشت کې د ناامنیو په بیلابیلو پیښو کې، ۲۳۲ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۳۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

د دې ډلې د رپوټ پربنسټ، زیاته مرګ ژوبله ولسي وګړو ته په ځانمرګو او هوايي بریدونو کې رامنځته شوې او ننګرهار هغه ولایت دي چې د ملکي وګړو مرګ ژوبله په کې د نورو ولایتونو په پرتله زیاته ده.

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG