لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان د ولسي جرګې وکیل عبیدالله بارکزی په کندهار کې ووژل شو


د افغانستان په سویلي کندهار ولایت کې په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازی عبیدالله بارکزی په هدفي برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د کندرهار امینه قومندانۍ ویاند مرستیال عبدالسلام افغان وي او ای ډیوه ته وویل چې دا پیښه د کندرهار ښارد شهرنو سیمه کې شوې.

نوموړي وویل:٫٫ د کندهارښار۶ امنیتي حوزې اړوند د شهرنو سیمه کې په یوه تروریستي برید کې عبیدالله بارکزی وژل شوی دا پیښه درې بجې رامنځته شوه.٬٬

د کندهار د پولیسو ویاند مرستیال زیاته کړه پولیسو په سیمه کې پلټنې پیل کړي او ځکه د دې پیښې د رامنځته کیدو د څرنګوالي او نور معلومات نه شي ورکولی او په خبره یې نور معلومات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

عبیدالله بارکزی په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازی په تیرو دوو دورو کې د ارزګانیانو استازی پاتې شوی او د تیرکال په ټاکنو کې هم ولسي جرګې ته نوماند وو.

د دې پیښې مسئولیت تراوسه کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی او طالبانو په دې پیښه کې لاس لرل رد کړي دي.

عبیدالله بارکزی په داسې حال کې د نامعلومو کسانو لخوا په وسله وال برید کې وژل شوی چې شاوخوا ۲ کاله وړاندې په کابل کې د هغه په کورد وسله والو لخوا په شوي برید کې د بارکزي د یو زوي په ګډون د کورني یوشمیر کسان وژل شوي و او یوشمیرنور ټپیان شوي وو.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG