لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مسکو غونډې له طالبانو وغوښتل چې د افغان حکومت سره خبرې وکړي


د مسکو په غونډه کې د روس خارجه وزیر سرگی لاورو او د طالبانو استازي
د مسکو په غونډه کې د روس خارجه وزیر سرگی لاورو او د طالبانو استازي

دافغانستان دسولې عالي شورا ویلي ،دسولې دخبرو په تړاو دمسکو په ناسته کې د سیمې او نړۍ ۱۲ هیوادونو استازو له وسله والو طالبانو وغوښتل چې له افغان حکومت سره په مسقیمه توګه خبرو اترو ته حاضرشي.

دمسکو په غونډه کې دسولي عالي شورا دمرکچي پلاوي مشراود سولې شورا مرستیال عزیز الله دین محمد د نهې سه شنبې په ورځ خبري ناستې ته وویل په دې ناسته کې د ګډون کوونکو هیوادونو په استازو غږ وکړ چې دافغانستان شخړه دهواري پرځای نه باید دسیمې اونړۍ هیوادونو په سیاسي سیالیو بدل شي.

نوموړي وویل "دا موضوع مو ورته روښانه کړه که دافغانستان جکړه اوږده شي ،نو د اور لمن به ګاونډیانو ته هم ورسیږي بیا به یې په خپلو هیوادونو کې د دې بل شوي اور له منځه وړل درته ګران شي نوښه خبره داده چې تاسې دافغانستان له حکومت سره دطالبانو دمستقیمو خبرو په ترسره کیدو کې همکاري وکړی اوداسې همکاري وکړی چې افغانان په خپلو کې سره کیني او خبرې وکړي."

دسولې عالي شورا مرسیتال زیاته کړه دمسکوپه کوربتوب جوړه شوې غونډه کې د ګډون کوونکو هیوادونو استازو دافغانستان د جګړې دپای ته رسیدو ملاتړ وکړ او له طالبانو یې وغوښتل چې له افغان حکومت سره دې مخامخ خبرې وکړي.

دنوموړي د دې ناستې دپایلو په اړه وویل "د کنفرانس نتیجه ګیري داسې وشوه چې ټولو ملکونو دافغانستان د جګړې بندیدل یې دافغانانو حق وګڼلو ،د سولې مالیکیت دې هم افغان ولري اوپه څه طریقې چې افغانان خپلې ستونزه هوارول غواړي نړیوال به یې ملاتړ کوي او هم یې له طالبانو وغوښتل چې دافغانستان له حکومت سره په مسقیمه توګه خبري وکي."

دسولې دخبرو په تړاو دمسکو غونډه په داسې حال کې دافغان کشالې دهواري لپاره دسولې عالي شورا یوه مهه لاسته راوړنه ګڼلې چې په دې وروستیو کې دپاکستان حکومت له دطالبانود یومهم مشرملابرادر له زندان څخه دخوشي کیدو وروسته ملاعبدالصمد ثاني او کماندر صلاح الدین هم ازاد شوي دي.

دسولې عالي شورا غړي عبدالخبیراوچقون ویلي دپاکستان له زندانونو څخه دطالبانو دمشرانو ازادیدل به دسولې له پروسې سره مرسته وکړي او دمسکو په ناسته کې دافغان سولې په تړاو د پاکستان داستازي نظرمثبت و.

اوچقون زیاته کړه "د هغوی ازاد دیدل به وکولی شي چې دسولې لپاره ګټور تمام شي خو که چیري هغوی دافغانستان د سولې لپاره صادیقانه همکاري وکړي او دمسکو په ناسته کې دپاکستان موقف ډیرنرم او ښه و او داسې امید شته چې دافغانستان دسولې په تړاو دپاکستان اراده به اخلاص منه وي."

دافغانستان د سولې لپاره دامریکا ځانګړی استازۍ زلمی خلیلزاد هم دافغانستان او د سیمې یو شمیرهیوادونو ته یې دخپل سفرونو لړۍ جارې ساتلې او له جمهور ريیس محمد اشرف غني ،له یوشمیر نورو افغان چارواکو او دسیاسي ګونډونو له مشرانو سره یې ترلیدو وروسته دپاکستان له صدارعظم عمران خان سره لیدلي دي.

دسولې عالي شورا غړي عبدالخبیر اوچقون ویلي امریکا متحده ایالت په افغانستان کې دسولې او امن لپاره ټینګه اراده لري او کولی شي چې دسولې مذاکراتو ته زمینه برابره کړي.

نوموړي زیاته کړه "د افغانستان دسولې لپاره امریکا پریکنده اراده لري او په همدې خاطردا دویمه مرحله ده چې ښاغلي خلیلزاد خپل سفرونه پیل کړي دي ،هغه دسیمې له سیاست سره ښه اشنايي لري او یوښه مدیر دی او د نوموړي تیروسفرونو پایلې ته په کتو کولی شي چې دسولې په پروسه کې دافغانانو لاس نیوی وکړي او دبین الافغاني مذاکراتو ته زمینه برابره کړي."

دافغانستان جمهور ريیس محمد اشرف غني په یوې تازه وینا کې چې دسولې په تړاو یې دامریکا جان هوپکنزپوهنتون ته د ویډیودلارې درلوده ویلي له طالبانو سره به ډیر ژر امن تړون ته ورسیږي او پروینا یې اوس خبره مګر څخه راوتلې او په کله ولاړه ده .

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG