لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان چارواکې: پاکستاني توغندي درې افغان ماشومان وژلي


پاکستاني مامورین وايي عسکر یې یوازې د ترهگرو د حملې په ځواب کې ډزې کوي
پاکستاني مامورین وايي عسکر یې یوازې د ترهگرو د حملې په ځواب کې ډزې کوي

دافغانستان ختیځ کونړ ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي د ډیورنډ کرښې د پورې غاړې نه د پاکستاني پوځیانو لخوا ویشتل شویو توغندیو په دانګام ولسوالۍ کې درې ماشومان وژلي او شپږ نور ماشومان یې ټپیان کړې دي.

د کونړ والي ویاند عبدالغني مصمیم له وي او ای ډيوې سره په خبرو کې وویل دا مرمی له غرمې وروسته د دانګام ولسوالۍ اړوند سیمه کې ولګیده چې دکلي ماشومانو لوبې کولې.

نوموړي وویل، "د ورځې دوه نیمي بجې وې چې دپاکستاني نظامیانو له لوري یوه مرمۍ دکرښې هغې غاړې څخه را وویشتله او د دانګام ولسوالۍ په خارا او خوږې سیمه کې دهغو ماشومانو ترڅنګ ولیګده چې لوبې کولې."

مصمیم وايي په دې توغندي برید کې دریو ماشومانو خپل ژوند دلاسه ورکړی او شپږ نور ټپیان شوي دي او په وینا یې دژوبل شویو ماشومانو روغتیايي حالت ښه دی.

پاکستان دا خبره ردوي چې په بې ځایه توگه په افغان خاوره توغندي وولي. پاکستاني مامورین وايي دافغان خاورې نه ترهګر په پاکستاني ځواکونو بریدونه وکړي چې دهغې ځواب کې دپاکستان پوځ اؤ ملیشا ځواکونه په دغو ترهګرو ځوابي ډزې کوي.

خو افغان چارواکو په خپله خاوره د پاکستاني توغندیو بریدونو خبره په داسې حال کې کړې چې افغان حکومت دافغانستان په خاوره دپاکستان دتوغندو بریدونو په غبرګون کې ملګرو ملتونو ته شکایت کړی دی.

په ملګرو ملتونو کې دافغانستان استازې عادله رازملګرو ملتونو ته شکایت وړاندې کولو کې له دې نړیوالې ادارې غوښتي چې پرافغان خاوره دپاکستان دتوغندو بریدونوپه غبرګون کې بیړنی حالت کړي.

دا شکایت په داسې حال شوی چې پرافغان خاوره دپاکستاني پوځیانو لخوا د توغندیو بریدونو په غبرګون کې دپاکستان حکومت ویلي ځکه پرافغان خاوره ځیني وخت مرمی ورشړي چې په وینا یې له دې سیمو یې په پوځ بریدونه کیږي.

د چهارشنبې په ورځ دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ډاکټر محمد فیصل رسنیو ته داوونیز احوال ورکولو په وخت دافغان دولت دا تورونه بې اساسه وبلل چې گنې پاکستاني ځواکونه پر افغان خاوره حملې کوي. پاکستاني ترجمان وویل افغانستان حقیقتونه په ناسم ډول وړاندې کوي."

خوافغان چارواکو دا تورونه رد کړي او ویلي دي چې د افغانستان په خاوره کې هیچاته د دې اجازه نه ورکوي چې په ګاونډي هیواد بریدونه وکي.

د افغان چارواکو ویلي دپاکستاني نظامیانولخوا توغنديي بریدونه دکنړ ولایت په شپږو ولسوالیو له کلونو راهیسې په وقفوي شکل په دانګام، شلټن، سرکاڼو،اسمار،ناړې او مروره دوام لري خو دتیرې یوې میاشتې راهیسې په دانګام او شلټن ولسوالۍ په مربوطاتو کې نږدې دمزایلو۷۰۰ مر لګیدلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG