لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان قبایلي مشرانو د فاټا په خېبر پښتونخوا کې د ادعام غندنه وکړه


د افغان قبایلو اتحادیي مشرزرجان شینواري د نهې، سه شنبې، په ورځ خبري کنفرانس ته وویل له ۱۹۴۷ کال راهیسې دپاکستان حکومت ډیورند کرښې ته د ځان رسولو اوترواک لاندې دقبایلي سیمو د را وستو لپاره هڅو دوام درلود
د افغان قبایلو اتحادیي مشرزرجان شینواري د نهې، سه شنبې، په ورځ خبري کنفرانس ته وویل له ۱۹۴۷ کال راهیسې دپاکستان حکومت ډیورند کرښې ته د ځان رسولو اوترواک لاندې دقبایلي سیمو د را وستو لپاره هڅو دوام درلود

د پاکستان په سرحد مېشتو د افغانستان قبایلي مشرانو ویلي پاکستان دې د قبایلو ازادي نه ترپښولاندې کوي ځکه چې قبایل دتاریخاریخي افغانستان برخه ده.

د افغان قبایلو د اتحادیې مشرانو په پلازمینې کابل کې دپاکستان دحکومت دهغې پریکړې پرضد کلک غبرګون وښود کوم چې دتیرې پنجشنبې په ورځ دپاکستان پارلمان دپریکړې پربنسټ قبایلي سیمې له خیبرپښتونخوا سره یوځای شوې.

د فاټا په خېبرپښتونخوا کې د شاملیدو په سر پاکستان د افغانستان تشویش رد کړی دی او ویلي یې دي دا د پاکستان داخلي معامله ده.

د افغان قبایلو اتحادیي مشرزرجان شینواري د نهې، سه شنبې، په ورځ خبري کنفرانس ته وویل له ۱۹۴۷ کال راهیسې دپاکستان حکومت ډیورند کرښې ته د ځان رسولو اوترواک لاندې دقبایلي سیمو د را وستو لپاره هڅو دوام درلود او تیره پنجشنبه دپارلمان لخوا په داسې حال کې له خیبربښتونخوا سره دقبایلو دیوځای کیدو طرحه تائید کړه چې له ۱۲ مشرانو څخه یې ۷ تنه قبایلي مشران حاضر نه و.

زرجان وویل "حکومت دا طرحه په داسې حال کې تایید کړه چې دپاکستان په پارلمان کې دقبایلو له ۱۲ استازو څخه ۷ تنو یې د پارلمان په غونډه کې ګډون نه و کړی له همدې امله مونږ دباجوړ، ممندو، اورکزیزو، خیبر، کورمې، شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان ایجنسیوقبایل دپاکستان دحکومت دا پریکړه په کلکه ردوو."

همدارازپه دې کنفرانس کې دقبایلوداتحادیې لخوا ۱۰ ماده ییزه پرېکړه لیک هم ولوستل شو اوپه یوې برخه کې قبایلي شورا ویلي چې دوی د تاریخي افغانستان یوه برخه دي.

دې شورا له ملګرو ملتونو، اسلامي کنفرانس، د نړۍ له سترو هیوادونو اوپه پاکستان کې له مدني ټولنو څخه پرپاکستان باندې دفشارد را وستو غوښتنه وکړه ترڅوله دې اقدام څخه لاس واخلي.

همداراز په دې پریکړه لیک کې دقبایلو شورا ویلي که نړیواله ټولنه، ملګري ملتونه او همداراز او دحق او عدالت نړیوالې ادارې له خیبرپښتونخوا سره دقبایلو د شاملیدو مخه ونه نیسي، قبایل به دپاکستان حکومت خلاف سترولسي پاڅونونه ترسره کړي.

قبایلي شورا په داسې حال کې دقبایلي سیمو په اړه دپاکستان دحکومت شوې پریکړه دقبایلود ټولو حقونو پرضد تیری ګڼلی چې د تیرې پنجشنبې په ورځ دپاکستان پارلمان او مشرانو جرګې له خیبرپښتونخوا سره دقبایلي سیمو د یوځای کیدو طرحه تائید کړه.

په فاټا کې د اصلاحاتو دپاره د پاکستان د حکومتي کمیټۍ مشر او پخواني خارجه وزیر سرتاج عزیز وی او ای ډیوه ته ویلي د فاټا په خېبر پښتونخوا کې د شاملېدو په سر د افغانستان اعتراز بې ځایه دی. سرتاج عزیز وویل د فاټا په صوبه کې د شاملیدو ورسته به په سیمه کې د امنیت صورتحال ښه شي او دا خبره د افغانستان په گټه کې هم ده.

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG