لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اشرف غني: په افغانستان کې د سولې په لړ کې په طالبانو د پاکستان اغېز ډېر مهم دی


د پاکستان پوځ وویل د اشرف غني سره د جنرل باجوه په ملاقات کې د برطانيي د پوځ مشر سر نېکولس پېټرېک کارټر هم ناست و
د پاکستان پوځ وویل د اشرف غني سره د جنرل باجوه په ملاقات کې د برطانيي د پوځ مشر سر نېکولس پېټرېک کارټر هم ناست و

افغان صدر اشرف غني په کابل کې د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باوجوه سره په افغانستان کې د امن په موضوع په داسې وخت خبرې کړي دي چې په افغانستان کې د تشدد په ورستیو پېښو کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي او افغان حکومت او طالبانو د اختر په موقع د دریو ورځو د ډزبندۍ اعلان کړی دی.

د جنرل باجوه سره د ګل، دوشنبې، په ورځ د اشرف غني د کتنې په اړه ارګ په خپله وېب پاڼه وویل چې افغان صدر " په ټینګار وویل، د سولې په ټینګښت کې د سیمه ییزو هیوادونو په ځانګړي ډول د پاکستان رول او پر طالبانو د دغه هیواد اغېز ډېر مهم دی او دواړه ګاونډي هیوادونه له متقابل درناوي، ښه ګاونډیتوب او اقتصادي همکارۍ پرته بله لار نه لري."

د ارګ د بیان ترمخه "جمهوررئیس غني د دواړو هیوادونو ثبات د یوه بل مرتبط وباله او په افغانستان کې د عادلانه او تلپاتې سولې د تامین په برخه کې یې د پاکستان د موثر رول غوښتنه وکړه."

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو څانګې وویل جنرل باجوه د اشرف غني سره د افغان امن په لړ کې په ورستي پرمختګونو، د امنیت او دفاع په برخو کې په دوه اړخیزه همکارۍ او د دواړو ملکونو د پولې په ښه ډول انتظام په موضوعاتو خبرې وکړې او ویې وېل پاکستان به همیشه د افغانانو په مشرۍ او ملکیت کې د افغان امن د کوښښونو ملاتړ کوي.

د پاکستان پوځ وویل د اشرف غني سره د جنرل باجوه په ملاقات کې د برطانيي د پوځ مشر سر نېکولس پېټرېک کارټر هم ناست و.

د پاکستان پوځ وویل جنرل باجوه د افغانستان د سولې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله سره هم ولیدل.

جنرل باوجوه کابل ته دغه یو ورځنی سفر په داسې حال کې کړی چې په ورستیو ورځو کې په افغانستان کې د تشدد په پېښو کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي دي.

که څه هم طالبانو ویلي په دغو حملو کې لاس نه لري خو افغان مامورینو یې طالبان مسول بللي دي.‌

رویټرز خبري اداره وايي په کابل کې په اتمه می حمله کې د وژل شویو کسانو تعداد ۶۸ ته رسېدلی دی او په زابل ولايت کې د اتوار، يکشنبې، په شپه د مسافرو په بس کې چاودنې لږ تر لږه 11 تنه وژلي. تېره هفته په لوګر کې په يوه چاودنه کې ۲۷ کسان وژل شوي دي.

افغان مامورین وايي پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي او د طالبانو مشران په پاکستان کې مېشته دي. پاکستان دا خبره ردوي.

د ارګ د بیان ترمخه د جنرل باوجوه سره خبرو کې اشرف غني "زیاته کړه، د افغانستان جګړه نظامي حل لار نه لري او د طالبانو ټینګار پر پوځي حل لارې افغانانو ته د منلو نه دی او افغان ولس د بحث او مذاکراتو له لارې د عادلانه او تلپاتې سولې غوښتونکي دي ."

د اختر په موقع د ډز بندۍ په اړه د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم وردګ پخپل ټویټر لیکلي چې دا ډزبندي یې "هيوادوالو ته د امن او ډاډ" ماحول برابرولو دپاره اعلان کړې چې خلک پکې اختر په آرام ولمانځي.

د طالبانو ویاند خپلو وسله والو ته همدا راز هدایت کړی چې د اختر له اولې نه بیا تر درېیمې ورځې پورې هر ډول بریدونه ودروي مګر که ورباندې برید وشو، بیا دې له ځانه دفاع کوي. همدا راز هغو ته یې ویلي چې نه دې د "دښمن" سیمو ته ولاړ شي، او نه دې هغوی خپلو سیمو ته پرېږدي.

افغان حکومت هم د اختر دپاره د دریو ورځو ډز بندي اعلان کړی.

په وروستيو کې پاکستان هم دعوې کړي چې په باجوړ او بلوچستان کې د پولې د پورې غاړې افغانستان نه ترهګرو په پاکستاني ځواکونو بريدونه کړي دي.

په څلورم اپرېل افغان ولسمشر اشرف غني په خپل یو مضمون کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د حالاتو په اړه ليکلي چې که طالبان له پاکستان سره خپلې اړیکې پرې نه کړي د سولې بهیر به زیانمن کړي او پاکستان ته یې ویلي چې د دوستۍ لار خپلوي که د دښمنۍ.

د اشرف غني دغه مضمون د امریکې په مشهوره مجله فارن افېرز کې خپور شوی چې سرلیک یې وو "د افغانستان د خطر او فرصت شېبه: د هېواد او سیمې د سولې لار". د لیکنې په پېل کې ښاغلي غني له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پرېکړه د افغانستان او ګاونډیو لپاره یو مهم پړاو بللی:

هغه ليکلي"افغان حکومت د دې پرېکړې درناوی کوي او دې ته پخپله [د امریکې]، افغانانو، طالبانو او سیمې لپاره د فرصت او خطر دواړو په نظر ګوري".

هغه په ښکاره ليکلي وو، "که پاکستان د طالبانو د ملاتړ لاره غوره کوي نو له افغان ملت سره د دښمنۍ لاره به انتخابوي، بیا به نو پاکستان هم په نړۍ کې و رټل شي، خو اوس هم د اسلام اباد لپاره وخت شته چې د سولې په بهیر کې د شریک او فریق په توګه راڅرګند شي."

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG