لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمر داودزی: پاکستان د طالبانو سره یو خاص "اړیکه" لري


عمرداود زي په اسلام اباد کې د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي او د نورو مامورینو سره ولېدل
عمرداود زي په اسلام اباد کې د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي او د نورو مامورینو سره ولېدل

په افغانستان کې د سولې رامنځته کولو دپاره په سیمه ایزه کچه د اجماع دپاره د افغان صدر اشرف غني خاص استازي عمر داودزي ویلي یو وخت وو چې د افغانستان په اړه د پاکستان د پوځ او حکومت په تگلارو کې فرق و خو اوس دواړه ادارې په یوه پاڼه دي.

په اسلام اباد کې د وي او ای ډیوه سره مرکه کې داودزي وویل کله چې هغه په پاکستان کې سفارتکار و نو په هغه وخت کې یې د افغانستان په اړه د اسلام اباد او د جي ایچ کیو، یا د پوځ د مرکز، په نظر کې فرق لیدلو. "په هغه وخت کې د افغانستان پالیسي داسې لیدله چې په جي ایچ کیو کې به تصمیم نیول کیدو."

ښاغلي داودزي وویل "اوس زه اورمه هم، د پاکستان د سیاسي مشرانو نه هم اورمه چې پوج او سیاسي حکومت په خط کې روان دي."

د یوې پوښتنې په ځواب کې عمر داودزي وویل افغان طالبان د مذاکراتو میز ته په راکښ کولو کې پاکستان د نورو سیمه ایزو هېوادونو نه زیات کردار ادا کولی شي.

هغه وویل "د پاکستان ونډه په دې کې ډیره ده. زمونږ توقع هم د پاکستان نه ډیره ده، البته د نورو ملکونو نه هم ده... خو د پاکستان او د طالبانو خو یو خاص اړیکه ده، یو سابقه لري، یو تاریخچه لري د هغې په بنا زمونږ توقع د پاکستان نه ډیره ده."

د ښاغلي داودزي نه تپوس وشو چې افغانستان د پاکستان نه د طالبانو په اړه د څه قسمه کردار ادا کولو توقع لري؟ نو هغه وویل افغانستان توقع لري "چې پاکستان طالبانو متقاید کړي، په دې باندې قناعت وکړي چې دا د طالبانو په خېره ده، په افغانستان کې د سولې په خېر ده، دا په منتقه کې د ثبات په خېر ده چې دوي راشي او مخامخ د افغانستان حکومت سره خبرو او مذاکراتو ته کښېني."

عمرداودزي زیاته کړه چې که چېرې طالبان د امریکې سره موافقه ترلاسه کړي خو د افغان حکومت سره د مذاکراتو پرته په افغانستان کې سوله نشي راتللی.

د عمردادوزي سره مرکه د وي اوای ډیوه خبریال پیرولایت شاه کړې ده دلته یې اوریدلی ش:

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:06 0:00


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG