لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان پښتنو هم د ارمان لوڼي د جنازې غایبانه لمونځ ادا کړ


د ننگرهار په سرښار، جلال آباد کې د ارمان لوڼي د جنازې لمونځ
د ننگرهار په سرښار، جلال آباد کې د ارمان لوڼي د جنازې لمونځ

د افغانستان په یو شمیر سیمو کې نن د اتوار/یکشنبې په ورځ د پښتون ژغورنې غورځنگ د یو مخکښ، ابراهیم ارمان لوڼي په یاد غونډې او دعاگانې وشوې.

په سویلي ښار، خوست کې لسګونو ځوانانو د ارمان لوڼي د وژل کیدو په غبرګون کې سوله ییز لاریون وکړ.

لاریون کوونکو د ارمان لوڼي د جنازې غایبانه لمونځ هم ادا کړ او وروسته یې د خوست ښار په واټونو کې د سوله ییز لاریون پرمهال د هغه د وژل کیدو پیښه وغندله او د پاکستان د ریاست خلاف یې شعارونه ورکړل.

د لاریون ګډونوال محمد رحیم سکندر له امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې وویل په سوشل میډیا کې د ارمان لوڼي د وژل کیدو په غبرګون کې شویو پوسټونو خوستي ځوانان دې ته اړویستل چې باید عملي اقدام وکړي.

نوموړي وویل: «دا د سوشل مډیا برکت وه چې د خوست ځوانان سره همغږي شول. لومړی مو د ارمان لوڼي غیبي جنازه وکړه او وروسته مو سوله ییز لاریون وکړ او د لاریون ټولو ګډونوالو د ارمان لوڼي وژنه وغندله.»

همداراز د لاریون یو بل تن ګډون وال، حبیب کامران د خوست د ځوانانو په استازیتوب ډیوې ته وویل چې دلاریون ټولو برخه والو د پاکستان له حکومت او همداراز له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې له پښتنو سره د روان زور زیاتیو د مخینوی لپاره دې خپل بشري رسالت ترسره کړي.

دا په داسې حال ده چې نن په کنړ او د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې د پاچا خان مقبرې ترڅنگ هم لسګونو ځوانانو لخوا د پښتون ژغورنې غورځنگ د غړي ارمان لوڼي د جنازې غیبانه لمونځ وکړ او د هغه د وژل کیدو په پيښه یې ژور خفګان څرګند کړ.

ارمان لوڼی تیره ورځ دپاکستان بلوچستان ایالت په لور لايی سیمه کې د ځايي رپوټونو له مخې د پولیسو لخوا وژل شوی و.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG