لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان او پاکستان تعلقات په ٢٠١٧ م کې نور هم پېچلي شول


په همدې روان کال کې د پاکستان له خوا له افغانستان سره پر پوله د ازغن تار لګولو هڅه د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو لپاره یو بل ازغی ثابت شو
په همدې روان کال کې د پاکستان له خوا له افغانستان سره پر پوله د ازغن تار لګولو هڅه د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو لپاره یو بل ازغی ثابت شو

د پاکستان او افغانستان تر منځ د مخکې نه د تاو تریخوالي ښکار اړیکې په ٢٠١٧م کال کې نورې هم خرابې شوې دي.

دواړو خواوې پر یو بل تورونه لګوي چې ځمکه يې د بل په ضد د ترهګرۍ لپاره کارول کیږي. افغان ولسمشر پر پاکستان نیوکې کوي چې د امن لپاره د هڅو لاره نیسي.

صدر اشرف غني ویلي "له کومې ورځې نه چې ما واک تر لاسه کړی، پاکستان ته مې د امن وړاندیز کړی، خو دا قبول نه کړی شو. مونږه د دوه اړخیزو، درې اړخیزو او تر دې چې د ګڼ اړخیزو مذاکراتو په لار د شخړې او ترهگرۍ د ختمولو هڅې وکړې خو په دې لړ کې ډېر کم پرمختګ وشو".

په تېره فرورۍ میاشت کې چې په پاکستان کې د یو صوفي پر مزار ځانمرګی برید وشو، پاکستان یې ذمه واري پر هغو ترهګرو ور واچوله، چې وایي له افغانستانه راغلي وو او تر هغه وروستو يې له افغانستان سره د چمن او تورخم پولې د یوې میاشتې لپاره وتړلې.

سږ کال د چمن سرحدي پوله څو څو واري و تړل شوه او څو ځله خو دا د یوې اوونۍ نه زیات وخت لپاره تړل شوې وه، خو د افغان چارواکو په وینا د پولې تړل کېدو د دواړو هېوادونو تر منځ په تجارت کې نزدې ٥٠ فیصده کمی راغلی.

په همدې روان کال کې د پاکستان له خوا له افغانستان سره پر پوله د ازغن تار لګولو هڅه د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو لپاره یو بل ازغی ثابت شو. د ازغن تار لګولو په هکله د پاکستان پوځ مېجر جنرل نعمان ذکریا ویلي :"پر پوله به په مکمله توګه ازغن تار لګول کیږي او د ٢٠١٨م کال تر دیسمبر میاشتې پورې به دا پوله په مکمله توګه زمونږ تر څارنې لاندې وي".

د پاکستان دریځ دی چې د دواړو خواوو نه د ترهګرو د اوښتو د مخنیوي لپاره دا ګام ډېر مهم دی او افغانستان ته يې وړاندیز کړی چې له دوی سره به هم د چیک- پوسټونو جوړولو په لړ کې مرستې کوي، خو افغانستان وایي چې دا د پاکستان له خوا د ډیورنډ کرښې د مستقلې پولې د جوړولو هڅه ده.

افغانستان پر پاکستان تور لګوي چې د افغان طالبانو مهمو مشرانو ته د پاکستان په کوټه او پېښور غوندې لویو ښارونو کې پناه ورکوي.

دې کال دواړو خواوو نه پر پوله د شویو ډزو په نتیجه کې یو شمېر عام خلک او پوځیان وژل شوي.

د امریکا صدر ډونلډ ټرمپ روان کال د سویلي اسیا په اړه د خپلې پالیسۍ د اعلان په وخت پر پاکستان تور ولګاوه، چې په افغانستان کې امنیتي حالات خرابوي.

صدر ټرمپ ویلي "پاکستان هغه تنظیم ته هم پناه ورکړې، چې هره ورځ ږمونږ د خلکو د وژلو هڅې کوي. مونږ هر کال پاکستان ته په بیلینونو ډالر ورکوو، خو دوی بیا هم هغو ترهګرو ته پناه ورکوي، چې مونږ یې په ضد جګړه کوو. خو مونږ به دا هر څه په سمدستي توګه بدلولوو".

پاکستان د صدر ټرمپ پر هغه غوښتنه سخت ردعمل څرګند کړ، چې د پاکستان مخالف هند ته یې د افغانستان په بیاودانۍ کې د کردار لوبولو وړاندیز وکړ او له هغه وخته راهیسې د درېواړو هېوادونو تر منځ په حالاتو کې څه ډېر بدلون نه دی راغلی او په غیرحکومتي کچه له جگړې نه د راوتو هڅې روانې دي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG