لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان اوپاکستاني چارواکي:دغلام خان بندربه دسیمې په اقتصاد او امنیت کې مهم رول ادا کړي


په پاکستان کې دافغانستان سفیر لطف الله مشعل د غلان خان په بندرکې دافغانستان اړخ ته له جوړ شویو تاسیساتود ارزونې پرمهال وکړه کوم. افغان سفیر د شورو، چهار شنبې په ورځ، دیو پلاوي په مشرۍ له اسلام اباد څخه غلام خان ته ورغلی و
په پاکستان کې دافغانستان سفیر لطف الله مشعل د غلان خان په بندرکې دافغانستان اړخ ته له جوړ شویو تاسیساتود ارزونې پرمهال وکړه کوم. افغان سفیر د شورو، چهار شنبې په ورځ، دیو پلاوي په مشرۍ له اسلام اباد څخه غلام خان ته ورغلی و

افغان حکومت وايي دپاکستان حکومت په هغږۍ هڅې پیل شوې چې دغلام خان بندر دلارې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په رسمي ډول د ټرانزیټ، تجارت او د ولسونوته د تګ راتګ دپاره زمینه برابره شي.

دا خبره په پاکستان کې دافغانستان سفیر لطف الله مشعل د غلان خان په بندرکې دافغانستان اړخ ته له جوړ شویو تاسیساتود ارزونې پرمهال وکړه کوم. افغان سفیر د شورو، چهار شنبې په ورځ، دیو پلاوي په مشرۍ له اسلام اباد څخه غلام خان ته ورغلی و.

مشعل وویل د دې لپاره چې دغلام خان بندرټرانیزیت شي او دکرښې دواړو طرفونو ته دمیشتو ولسونو د تګ راتګ زمینه هم برابره شي ترډیره یې چارې بشپړې شوي دي او هغه لازم تاسسیسات چې جوړولو ته اړیتا لري د جوړیدو په اړه به یې معلومات له افغان چارواکو سره شریک کړي.

مشعل زیاته کړه دپاکستان حکومت هم ژمنه کړې چې په غلام خان بندرد ټرانیزیت کیدواو په دې لار دولسونو د تګ راتګ پروړاندې دستونزو په هواریدو کې به مرسته کوي.

نوموړي وویل "دپاکستان اړوند چارواکو چې تاسو ولیدل هغوی هم راغلي و مونږ ته یې پوره ډاډ راکړهر ډول همکارۍ ته اماده دي له افغانستان سره تجارت ته دوی زیات ضرورت لري او په دې بدو اقتصادي شرایطو کې هغوی اړتیال لري چې له افغانستان سره تجارتي روابط لا ښه کړي او دا لار کراچۍ ته زمونږ د ټرانزیت لپاره ډیره مهمه ده."

دغلام خان بندرته له اسلام اباد څخه دافغان سفیر لطف الله مشعل د راتګ هرکلي لپاره د خوست ولایت مقام مرستیال او ګن شمیر نور امنیتي اوملکي چارواکي ورغلي و او له هغې سره یې لیدنه وکړه.

دخوست والي محمد حلیم فدايي وايي دغلام خان په بندرد ټرانزیت ،تجارت او په دې لاردعامو ولسي خلکود تګ راتګ پیلیدل به نه یوازې د دواړو هیوادونو دسوداګرۍ کچه زیاته کړي بلکې دسیمې په امنیت به هم مثبت اغیز وکړي

هغه وايي غلام خان بندر یوله مهمو او اساسي پروژو څخه ده چې د افغانستان داقتصادي څلور لارې باندې دبدلیدولپاره مهم قدم ګڼل کیږي دا نه یوازې د تجاراتو او ولسونو ته ګټه لري بلکې دسیمې په امنیت باندې ډیر تاثیر لري.

له افغان سفیر ه سره غلان خان بندر ته دپاکستان یوشمیر جګپوړي چارواکي هم راغلي او له رسنیو سره په خبرو کې کرنیل شهزاد وویل که په دې بندر رسمي ټرانزیټ او تجارت پیل شي دکرښې دواړو طرفونو داقتصاد په پیاوړتیا کې به مهم رول ولوبوي.

نوموړي وویل "ددې لارې پرانېستل به د کرښې د دواړو غاړو اوسېدونکو لپاره اقتصادي پرېوځي مونږ هيله لرو چې د اړينو اسانتياوو په برابرولو سره موږ ډېر ژر دلته راشو او راتلونکي کې به د غلام خان ترمينل له لارې ډېره راکړه ورکړه ولرو."

دافغانستان اوپاکستان چارواکو په داسې حال د غلاخان په بندرڅخه لیدنه وکړه چې دهیواد دخپلواکۍ د ١٠٠ کلیزې په ویاړ په افغاني تولیداتو د تجارتي توکو بار ۳۰ لارې په همدې بندرد پاکستان په طرف واوښتې .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG