لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خوست کې د وزیرستان کډوال وايي پاکستان دې ورته د حقونو ضمانت ورکړي


په خوست کې د وزیرستان د ګډوالو احتجاجي غونډه
په خوست کې د وزیرستان د ګډوالو احتجاجي غونډه

د افغانستان په جنوب خوست ولایت کې میشت د وزیرستان کډوالو په یوې احتجاجي غونده کې ویلي هغه مهال به وزیرستان ته ستنیږي چې د ګډوالو نړیواله اداره ورته د بیرته واپسۍ لپاره سهولتونه برابرکړي.

په دې وروستیو کې پاکستانيو رسنيو داسې رپوټونه خپاره کړي ګواکې افغان حکومت د وزیرستان کډوالو د بیرته ستنیدو مخنیوي کوي.

خو په خوست کې د وزیرستان ګډوالو په احتجاجي غونډه کې د ګډوالو د شورا مشر حیایت محسود وویل د بیرته ستنیدو په چارو کې دافغان حکومت او ولس هیڅ خنډ نه دې راولاړ کړي.

ښاغلی محسود زیاتوي ترهغې چې د کډوالۍ حقونه ورته نه کړی شي د کډوالۍ ژوند ته دپای ټکی نشي کیښودلی.

هغه وویل "مونږ ترهغه بیرته وزیرستان نه ستنیږو ترڅو چې یو،این ،ایچ ،سي ،ار د کډوالۍ د نړیوالو قوانینو مطابق زمونږ لپاره د بیرته تګ لپاره زمینه برابره نه کړي او همداراز هغه مهال ستنیږو چې دپاکستان حکومت لخوا زمونږ د مهاجرت دحقوقو تضمین او دښه ژوند د اسانتیاو د برابریدو ډاډ ترلاسه کړو."

د کډوالو د شورا مشرحیایت محسود وویل د پاکستان پوځ لخوا ورته دبیرته ستنیدو په مهال د خپلو جایداتونو او د کور داړینو وسایلو دلیږ اجازه نه ورکول کیږي او په وینا دپوځ دغه پریکړه ورته د منلو وړنه ده.

دوزیرستاني کډوالو د شورا مشر زیاته کړه "په وزیرستان کې دپاکستان دپوځ دعملیاتو په مهال دخلکو کورنه ،ښونځي ،دوکانونه ویجاړ شوي دي که یې دبیرته جوړولو په برخه کې دپاکستان حکومت له لوري دمالي مرستې ضمانت شتون ونه لري مونږ بیرته نه ستنیږو او له یو ، این ،ایچ ،سي ار څخه غواړو چې دافغانستان او پاکستان حکومتونو سره د یوه رسمي تړون له لارې مونږ ته د تلو زمینه برابره کړي."

د وزیرستان کډوالو وویل کوم کډوال چې په دې وروستیو کې له خوست ولایت څخه دپاکستان بنو سیمې ته تللي هغوی د ژوند له ګڼو ننګونو سره مخامخ دي او کډوال دتعلیم، روغتیا، د څښلو پاکو اوبو او نورو اړینو اسانتیاو ته لاس رسۍ نه لري.

د کډوالو قومي مشر ملک حبیب خان مداخیل وویل، "په وزیرستان کې نامني ده ، هغه مهال ستنیږو چې په وزیرستان کې امن راشي ،که پوه یوه ځای کې بم خلاص شي په ټول کلي باندې کرفیو لګیږي ،دښځو ،ماشومانو ،ځوانانو او مشرانو ژوند په امن که نه دی."

په خوست کې د کډوالو چارو ريیس محمد هاشم وویل د وزیرستان د مهاجرینو په کېمپ کې له کډوالو سره هره میاشت مرستې ترسره کیږي او که کډوال وغواړي چې وزیرستان ته ستانه شي ،حکومت یې دستنیدو له چارو ملاتړ کوي.

هاشم وویل، "د کډوالو چارو ریاست له لوري دریم ځل دی چې دوی ته د بایومټریک سیستم پرانیستل کیږي او هره میاشت په منظم ډول مرستې ترلاسه کوي او دافغانستان حکومت د دوی په بیرته ستنیدو او په پاتې کیدو هیڅ ستونزه نه لري خو که وغاړي چې ستانه شي ،د مهاجرت د نړیوالو اصولو سره سم دې ستانه شي او حقوق یې باید ورکړل شي."

چارواکو ویلي دا مهال دخوست ولایت د ګلانو په کېمپ کې ۱۰۵۰۰ وزیرستاني کډوالې کورنۍ میشت دي او ۷۵۰۰ کورنۍ راجستر شوي او د ۳۰۰۰ زره کورنیو په شاوخوا کې د پکتیکا ولایت د لمنې سیمې څخه خوست ولایت ته راغلي او د بایومټریک راجسټرپروسې له بشپړیدو وروسته به له هغوسره هره میاشت لازمه مرسته کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG