لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مشورتي لویې جرگې منتظمین: کابو ٣٠٠٠ استازي کابل ته رسیدلي او جرگه سبا پیلیږي

په افغانستان کې د سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړیدو کمیسیون وايي چې د دې جرګې د جوړیدو ټولې چارې بشپړې شوي او ټاکل شوې چې دا جرګه سبا (گل/دوشنبې ورځ) پرانیستل شي.

چارواکو ویلي د افغان امنیتي ځواکونو لخوا په کابل کې د جرګې د جوړېدو لپاره کلک امنیتي تدابیرهم نیول شوي دي.

د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو د کمیسیون یو چارواکي ډاکتر نجیب امین، د یکشنبې/اتوار په ورځ له غرمې وروسته خبري کنفرانس ته په وینا کې وویل د مرکز کابل په ګډون د ۳۴ ولایتونو استازي د جرګې د جوړیدو سیمې ته ورغلي او په دې جرګه کې د برخې اخیستو قانوني مراحل یې پای ته رسولي دي.

نوموړي زیاته کړه: "د ټولو ولایتونواستازي په جرګه کې حاضر دي او د جرګې په اجنډا یې تاوده بحثونه پیل کړي دي او سبا ورځ چې لویه جرګه پرانیستل کیږي، په خپلو کاري کمیټو کې د کار کولو لپاره د امهال چمتووالی نیسي."

د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړیدو دارالانشا د کمیسیون مرستیال نجیب امین زیاته کړه په جرګه کې د ګډون په هدف ۲۸۵۰ کسان ثبت شوي او خپل د هویت کارټونه یې ترلاسه کړي چې له دې شمیر څخه ۶۹۸ تنه د جرګې برخه اخستونکي ښځې دي.

امین وویل: "کوم کسان چې جرګې ته راغلي یوه مور ده چې زوی یې د لاسه ورکړی، یو پلار دی چې خپل بچی یې د لاسه ورکړی یا یې فامیل تباه شوی، دوی درد او احساسات لري او غواړي چې د همدې رامنځته شوې زمینې د لارې یې خلکو ته ورسوي."

مشورتي لویه جرګه په داسې حال کې سبا د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا په رسمي توګه د ۴ ورځو لپاره پرانیستل کیږي چې د افغانستان یوشمېر سیاسي مشرانو او د ګوندونو استازو په دې جرګه کې د نه ګډون پریکړه کړې خو د دې جرګې مسئولین وايي دهغوی نه ګډون به د جرګې په پریکړو هیڅ اغیز ونه لري.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG