لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان ملي امنیت شورا مشر په هېواد کې د امن د کوښښونو په لړ کې سعودي عربستان ته رسېدلی


سعودي عربستان ته له سفر کولو وړاندې دافغانستان دملي امنیت شورا مشر حمد الله محب خپل لومړی سفر چین ته او له هغه وروسته متحده عربي اماراتو ته ولاړ او په افغان سوله کې دهمکارۍ دترلاسه کولو په هدف یې د دې هیوادونو له چارواکو سره خبرې وکړې
سعودي عربستان ته له سفر کولو وړاندې دافغانستان دملي امنیت شورا مشر حمد الله محب خپل لومړی سفر چین ته او له هغه وروسته متحده عربي اماراتو ته ولاړ او په افغان سوله کې دهمکارۍ دترلاسه کولو په هدف یې د دې هیوادونو له چارواکو سره خبرې وکړې

دافغانستان دملي امنیت شورا مشر حمدالله محب دسولې په اړه دسیمې دهیوادونو دهمکارۍ د ترلاسه کولو په هدف له چین او متحده عربي اماراتو ته دسفر کولو وروسته تیره ورځ سعودي عربستان رسیدلی.

د دې شورا ویاند طارق ارین ویلي حمدالله محب هڅه کوي چې دافغانستان دسولې په تړاو سیمه ییزه اجماع پیاوړې کړي او په همدې هدف د سعودي عربستان له چارواکو سره بحث او خبرې کوي.

ارین په خپل پیغام کې وویل" دملي امنیت دشورا مشر حمد الله محب به هڅه وکړي چې پرطالبانو دنفوذ لرونکي هیوادونه وهڅوي چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو اترو ته حاضرکړي."

سعودي عربستان ته له سفر کولو وړاندې دافغانستان دملي امنیت شورا مشر حمد الله محب خپل لومړی سفر چین ته او له هغه وروسته متحده عربي اماراتو ته ولاړ او په افغان سوله کې دهمکارۍ دترلاسه کولو په هدف یې د دې هیوادونو له چارواکو سره خبرې وکړې.

دملي امینت شورا مشر حمد الله محب په خپل ټویټر پاڼه شوي سفرونه په سوله کې دهمکارۍ په تړاو له لاسته راوړنو ډک ګڼلي او هیله یې ښودلې چې دسعودي له چارواکو سره به هم پرمهمو مسایلو یوې موافقې ته ورسیږي.

دسیمې هیوادونو ته دافغان حکومت دغه لوړ پوړی چارواکی په سوله کې دهمکارۍ د راجلبولو په هدف په داسې حال کې په سفربوخت دی چې دافغان سولې لپاره دامریکا متحدو ایالتونو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دمنطقې هیوادنوته خپل رسمي سفر له نه دی بشپړ کړی.

زلمي خلیلزاد خپل څلورم رسمي سفر دروانې میاشتې په اتمه نیټه له هند څخه پیل کړاو د چارواکو په وینا ټاکل شوې چې په خپل ۱۷ ورځني سفر کې د چین ،پاکستان او افغانستان څخه لیدنه وکړي.

دسیمې هیوادوتو ته د زلمي خلیلزاد دسفر دشروع پرمهال دامریکا دبهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویلي و چې دافغان سولې لپاره دامریکا ځانګړی استازی هڅه کوي چې په دې سفر کې دسولې په تړاو دسیمې دهیوادونو همغږي او ملاتړترلاسه شي او دافغان حکومت او طالبانو ترمنځ دسولې دمذاکراتو لپاره زمینه برابره شي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG