لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان ځواکونو د بدخشان ارغنج خوا ولسوالي د طالبان څخه بېرته ونیوله


وسله والو طالبانو دبدخشان ارغنج ولسوالۍ دنیولو پرمهال ویلي و چې د ولسوالۍ دنیولو لپاره په پیل شوې جګړه کې ۱۳ تنه افغان سرتیري وژلي دي
وسله والو طالبانو دبدخشان ارغنج ولسوالۍ دنیولو پرمهال ویلي و چې د ولسوالۍ دنیولو لپاره په پیل شوې جګړه کې ۱۳ تنه افغان سرتیري وژلي دي

افغان امنیتي چارواکي وایي دافغانستان په شمال ختیځ کې دبدخشان ولایت ارغنج خوا ولسوالۍ یې بیرته له طالبانو ونیوله.

د دفاع وزارت ویاند قیس منګل د نهې، سه شنبې، په ورځ ډيوې ته وویل چې د ارغنج خوا ولسوالۍ مرکز او شاوخوا کلي د افغان پوځ لخوا د چاڼیزوعملیاتو په پایله کې دطالبانو له شتون څخه پاک شوي او ولسوالۍ په بشپړه توګه یوځل بیا دافغان ځوکونو په ولکه کې راغلې ده.

منګل وویل د دې عملیاتو په پایله کې د وسله والو طالبانود یوتن قومندان په ګډون ۱۴ تنه طالبان وژل شوي او افغان امنیتي ځوکونو ته تلفات نه دي رسیدلي.

نوموړی وویل دفاعي او امنیتي ځواکونو په تصفوي عملیاتو کې د بدخشان ارغنج خوا ولسوالۍ له طالبانوپه بشپړه توګه پاکه شوه، په دې عملیاتو کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې،۱۴ تنه په شمول د قاري علي د دوی نظامي مسول وژل شوي دي.

خو وسله والو طالبانو دبدخشان ارغنج ولسوالۍ دنیولو پرمهال ویلي و چې د ولسوالۍ دنیولو لپاره په پیل شوې جګړه کې ۱۳ تنه افغان سرتیري وژلي دي.

دافغانستان شمالي بلخ ولایت سمه ییزو چارواکو ویلي د دې ولایت په شولګرې ولسوالۍ کې تیره شپه دطالبانودافغان امنیتي ځواکونوپریوې پوستې جګړه پیل کړې وه چې له امله یې ۱۲ تنه سمه ییزپولیسو ته مرګ ژوبله رسیدلې ده.

دبلخ ولایت امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل ډيوې ته وویل دپولیسو امنیتي پوسته طالبانو نیولې وه خو نن سهار سیمې ته دتازه دمو افغان ځواکونو په رسیدو سره دطالبانو جنیګالي له نیول شوې پوستې په شاه شوي او ګڼه مرګ ژوبله یې هم ور اړولې ده.

نوموړي وویل دشولګرې ولسوالۍ اړوند دشیخا په نامه په امنیتي پوستې وسله والو طالبانو تیره شپه ۱۱ نیمې بجې د ډله ییزبریدونو لاندې راوسته چې متاسفانه زمونږ ۸تنه سیمه ییزپولیس اوولسي پاڅون کوونکي وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

افغانستان کې جګړې په داسې حال دوام لري چې دافغان سولې لپاره دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دا مهال دافغان حکومت له چارواکو،سیاسي مشرانواو دښځو دټولنو له استازوسره دسولې په تړاو په خبرو بوخت دی.

تمه ده چې د همدې خبرو په پایله کې دقطر دشپږم دور دمذاکراتو لپاره دافغانستان دسیاسي مشرانو او دافغان حکومت ګډ مرکچي پلاوی واستول شي.

ټاکل شوې دقطر دوحې شپږم پړاو مذاکرات به چې دکب میاشتې په ۲۵ پیلیږي دامریکا او طالبانو داستازو همداراز دافغان حکومت اود سیاسي مشرانو څخه جوړ پلاوی به په کې برخه اخلي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG