لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېمنېسټي انټرنېشنل په پاکستان غږ کړي چې په سمدستي ډول دې په پي ټي اېم بندېز ختم کړي


په دې تصویر کې د پي ټي اېم مشر منظور پشتین لیدل کېږي. د پاکستان حکومت د ترهګرۍ ضد قانون د لاندې د اکتوبر په شپږمه نېټه په پي ټي اېم پابندي اعلان کړه. پي ټي اېم د اکتوبر په یولسمه نېټه په خېبر کې د قومي عدالت تابیا کړې وه او د غونډې دپاره يې تیاریانو دوام لرلو
په دې تصویر کې د پي ټي اېم مشر منظور پشتین لیدل کېږي. د پاکستان حکومت د ترهګرۍ ضد قانون د لاندې د اکتوبر په شپږمه نېټه په پي ټي اېم پابندي اعلان کړه. پي ټي اېم د اکتوبر په یولسمه نېټه په خېبر کې د قومي عدالت تابیا کړې وه او د غونډې دپاره يې تیاریانو دوام لرلو

د انساني حقونو نړیوال تنظیم اېمنېسټي انټرنېشنل د پاکستان په حکومت غږ کړی چې په پښتون ژغورنې غورځنګ، پي ټي اېم، بندیز او د غورځنګ د فعالانو په ضد د ترهګرۍ د قوانینو استعمال دې په سمدستي ډول ختم کړي.

اېمنېسټي انټرنېشن د نهې، سه شنبې، په ورځ په خپله وېب پاڼه یو بیان شایع کړو چې په کې د تنظیم د جنوبي اېشیا چارو مشر بابو رام پنت په پي ټي اېم د بندیز مخالفت وکړو او ويې وېل پاکستان د ډېر وخت راهسې په "منظمه ډول" د مخالفینو د امن ناکو احتجاجونو او اجتماګانو د چقولو دپاره ګامونه پورته کوي، "د طاقت غېرقانوني استعمال کوي، په زور خلک بې درکه کوي او په مطبوعاتو بندیزونه لګوي چې د احتجاجي جلوسونو خبرونه به يې نه ورکوي."

د پاکستان حکومت د ترهګرۍ ضد قانون د لاندې د اکتوبر په شپږمه نېټه په پي ټي اېم پابندي اعلان کړه. پي ټي اېم د اکتوبر په یولسمه نېټه په خېبر کې د قومي عدالت تابیا کړې وه او د غونډې دپاره يې تیاریانو دوام لرلو.

اېمنېسټي انټرنېشنل وویل په پي ټي اېم پابندي او د پي ټي اېم فعالان په هدف کولو دپاره د ترهګرۍ د قوانینو استعمال د پرامنه اقلیتي احتجاج کوونکو د اجتماع د ازادۍ د حق سپکاوی دی.

د پي ټي اېم وکیلان د نهې، سه شنبې، په ورځ په پېښور کې جمع شوي وو او ويې وېل په تنظیم د پابندۍ خلاف به د پاکستان داخله وزارت ته خواست کوي او که خواست يې و نه منل شو نو بیا به خپله مقدمه سپریم کورټ ته وړي.

د پي ټي اېم د خېبرپښتونخوا يو عهده دار او وکیل عطاالله جان وي او اې ډیوه ته وویل، دوی د پي ټي اېم ملګري وکيلان پېښور هايکورټ ته د مشورې دپاره راټول شوي وو او فېصله یې وکړه چې داخله وزارت ته په خپل اعلان د نظرثانۍ خواست وکړي.

عطاالله جان وویل "د کورنيو چارو وزارت سره 90 ورځې وخت وي چې په دغه خواست فيصله واوروي، که د پي ټي اېم ضد فيصله واورول شوه، بيا مونږ ځو د سپريم کورټ دروازه به ډبوو."

د پاکستان د حکومت چارواکي په پي ټي اېم د بندیز دفاع کوي.

د پاکستان د اردو ژبې جنګ اخبار ترمخه، اطلاعاتو وفاقي وزیر عطا تارړ په اسلام اباد کې یو خبري کانفرنس ته وویل د ټي ټي پي، افغان طالبانو او د ترهګر تنظیمونو نه رابطې وي نو ځکه پې بندیز ولګول شو.

د رپورټ ترمخه تارړ دا هم وویل چې پي ټي اېم د بهر نه پېسې اخیستلې او بیانیه يې هم د پاکستان خلاف وه.

د تارړ په بیان د پي ټي اېم د فعالانو دریځ لا مخې ته نه دی راغلی. په تېرو وختونو کې د پاکستان پوځ هم په پي ټي اېم الزام لګولی و چې د نورو ملکونو سره روابط لري او پېسې ترې اخلي. پي ټي اېم به دا خبرې په کلکه ردولې.

د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف د ګل، دوشنبې، پهورځ د یو پاکستاني ټېلې وېژن سره خبرو کې دعوه وکړه چې د ي ټي اېم د لومړي سر بيانيه سمه وه خو اوس پکې په قلاره قلاره تشدد راغلی دی.

اېمنېسټي انټرنېشنل وویل پي ټي اېم یو ولسي تنظیم دی چې په امناکه ډول د پاکستاني چارواکو دلاسه د تشدد او د ويرې سره مخامخ کړی شویو پښتنو د انساني حقونو پرامنه وکالت کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG