لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: د پاکستان خراب امنیت او کمزوری مالي حالت د سيپېک دویم پړاو کې چېلنجونه راولاړولی شي


پاکستان او چین د سيپېک لاندې د روانو پروژو په خپل ټاکلي وخت سرته په رسولو، د سيپېک په اپ ګرېډ کولو او ددې د دوېم پړاو لاندې د ترقياتي منصوبو مخ په وړاندې بوتللو باندې اتفاق کړی دی.

د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف دا وخت د يو د پلاوي سره د چين په سفر دی او څېړونکي وايي پاکستان هڅه کوي چې د پاکستان او چين ترمنځ د اقتصادي راهدارۍ سيپېک دوېم پړاو پېل کړي .

څېړونکي دا هم وایي چې د امنیت خراب صورتحال او د پاکستان کمزوری مالی حالت هغه لوي علتونه دي چې د سيپېک دوېمه مرحله کې چېلنج جوړېدای شي.

د چين صدر شي ژن پنګ هيله ښودلې ده چې پاکستان به په مستقل ډول د يو خوندي ، باثباته او متوقع کاروباري چاپېریال په خاطر د چينايي کار کوونکو، پروژو او ادارو حفاظت په موثر توګه باوري کړي.

د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف دا مهال د چين په پينځه ورځني سفر بوخت دی او د شي ژن پنګ سره یې له ملاقات وړاندې د شورو- چارشنبې په ورځ په شينجين کې د پاکستان چين بزنس کانفرنس ته هم وېنا کړې وه.

د رايټرز خبري ادارې په رپورټ کې ويل شوي د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د چينايي صدر سره ملاقات کې يو ځل بيا د مارچ په میاشت کې په شانګله کې په چينايي انجنيرانو په ترسره ځانمرګي بريد او په دې کې د چينايي وګړو په وژنو خفګان ښکاره کړی دی.

رايټرز وايي د چين صدر د ملاقات په وخت ویلي د پاکستان د پرمختيا او سماجي ترقۍ لپاره یې د سي پېک په اپ ګرېډ ورژن پام دی او د پاکستان سره د شريک بېلټ اېنډ روډ ډوېلپمنټ په لړ کې مرستو ته تيار دی.

د 62 اربه ډالرو د پاکستان او چين د اقتصادي راهدارۍ دا منصوبه په لومړي ځل کال 2015 کې شروع کړی شوې وه چې پکې د ګوادر د بندر ګاه تعمير، د توانايۍ کارخانې لګول او د پاکستان په لربر کې د سړکونو جال خپرول شامل دي. خو د يوې لسيزې تېرېدو باوجود هم ددې منصوبې په مستقبل سوالونه راپورته کېږي.

په پاکستان کې د يوې چينايي ورځپاڼې لپاره کار کوونکی خبريال خالد عزیز چې په دې هېواد کې د چين په منصوبو هم نظر ساتي، وايي د سي پېک منصوبې دوېم پړاو د پاکستان دننه د امنيت او ددې هېواد د مالي حالت له امله د چېلنجونو سره مخ دی.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي‌،د سي پېک په دويمه مرحله کې به د چين صنعت کاران د پاکستان په بېلابېلو برخو کې صنعتونه لګوي، کاروبارونه به کوي اؤ پاکستان ته به په هر کلي، ښار او په هره ضلعه کې د چين د وګړو حفاظت باوري کول وي.

د خالد عزیز په وینا" که وګورو نو په دې چېلنج کې پاکستان نه مخکې کامياب شوی دی او نه په راتلونکو ورځو کې داسې ښکاري چې پاکستان به د چين د وګړو حفاظت باوري جوړ کړي او څنګه چې د سي پېک اولنۍ برخه په نيمايي کې پاتې شوې وه هم دغه شان داسې ښکاري چې دا دويم پړاو به هم د امنیتي صورتحال د لاسه ډېر زيات د ستونزو ښکار وي"

د پاکستان د سرکاري شميرو ترمخه د سي پېک په منصوبه کې 95 پروژې شاملې دي چې په کې تر ټولو لويه د 33 اربه ډالرو د توانایۍ په څانګه کې سرمایه کاري هم شامله ده،

معلومات ښي چې د 21 پروژو څخه تر دې دمه په 14 منصوبو کار مکمل شوی، دوه د تعمير په مرحله کې دي او په 5ؤ به کار پېل کېږي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د ځان سره چين ته د نوو منصوبو يو لوي فهرست هم وړی دی، په دې کې د 6.7 اربه ډالرو د ايم اېل ون د منصوبې لپاره لوظنامه کول هم شامل دي او دوېم پاکستان غواړي چې د چين صنعتونه پاکستان ته راوړل شي او دغه شان د اېګريکلچر په څانګه کې هم همکاري غواړي.

د اقتصادي او مالي چارو خبريال مهتاب حیدر وایي "دا خو د پاکستان غوښتنې دي، د چين غوښتنې څه دي. چين غواړي د هغوي چې کوم وګړي په پاکستان کې کار کوي هغوى ته دې امنیت ورکړل شي او بله دا چې د چين د بجلۍ د شخصي کارخانو چې په پاکستان کوم د 570 ارب روپو ګردشي قرضې ورپورې دي هغوي غواړي چې پاکستان دا ورکړي".

د پاکستان د وزير اعظم د دفتر څخه خپور شوې بيان کې ويل شوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د انفرا سټرکچر، صنعت، توانايې، زراعت، صحت او د اقتصادي ترقۍ په څانګو کې د خپل مينځي همکارۍ د لا نور پياوړتیا لپاره د مفاهمت 23 یاداښتونه او لوظنامې هم لاسلیک کړی شوي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG