لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي وایي ریاست باید په بلوچستان او پښتونخوا کې خپلو تګلارو ته بیاکتنه وکړي


څېړونکي وایي په بلوچستان او خېبر پښتونخوا کې د ګل- دوشنبې ورځ خونړۍ وه او پکار ده د پاکستان واکداران هغه حقیقت ته سترګې پرانیزي چې د دغو دواړو صوبو امن خوښوونکي او جمهوري ډلې د احتجاجونو او د خپلو مبارزو د لارې ریاست ته ښودل غواړي.

دوی زیاتوي چې په یادو دواړ‎و صوبو کې بد امنۍ او ترهګرۍ ستونزہ د لسیزو زړ‎ہ دہ او پکار دہ چې ریاست د یادو صوبو په حقله د خپلو تګلارو ریښتینی او صادقانه جاج واخلي.

د بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې بلوچستان لبرېشن ارمي يا بي اېل اې پہ بریدونو کې 70 کسان وژل شوي چې پکې د ایف سي د 154 وېنګ نایک عطااللہ ھم شامل دی.

د عطااللہ مړ‎ی د دوشنبې- ګل په شپه مردان ته راوړ‎ی شوی او د کاټلنګ پہ مته چلغوزي بابا قبرستان کې خاورو ته سپارل شوی.

څېړ‎ونکي وایي د ګل- دوشنبې پہ ورځ د بلوچستان پہ بیلا بیلو علاقو کې د بي ایل اې د بریدونو طریقه د طالب وسلوالو د عملیاتو سرہ سمون خوري او ورسرہ د نورو بلوڅ بیلتون غوښتونکو تنظیمونو ھمکاري هم ښکاري.

په پېښور کې میشت خبريال رفعت الله اورکزي وي او اې ډیوه سره خبرو کې وویل، په بلوچستان کې به مخکې پینځہ شپږ‎ وړو وسلوالو تنظیمونو کاروایانې کولې خو وایي پہ دومرہ پراخه کچه باندې نه وې. نوموړی وایي بلوچستان کې کله هم دا توقع نه وه چې دومرہ حد پورې هلته "حالات خرابېدی" شي:

"چې څنګه بي ایل اې د بریدونو ذمه واري اخیستې دا بلکل افغانستان کې یا عراق کې چې کله هلته ترھګر تنظمیونو به یو ځای قبضہ کړ‎و څو ګنټې بہ هغه د هغوي د واک لاندی وو او هلته به یې په روډونو چیک پوسټونه ولګولو روډونہ بہ یې بلاک کړ‎و دا بلکل هم هغه طرز په بلوچستان کې هم وشو".

د پاکستان وزیراعظم شہباز شریف د بلوچستان د بریدونو وروسته ویلي: ” پاکستان دا وخت کمزوري نه شي ښودلی او دا ترھګرو تہ د ماتې ورکولو وخت دی“.

ښاغلي شریف زیاته کړه چې”پہ بلوچستان کې هغه خلک چې پاکستانی سوچ لري هغه خلک چې د پاکستان آیین او بیرغ مني زہ دا ګڼم ‎ د هغوی سرہ د خبرو اترو دروازې به هر وخت پرانېستي وي خو څوک چې په دوی کې د دوست پہ جامه کې دښمنان دي هغوی سرہ نہ څه قسمه خبرې اترې کېدي شي او نہ ورسرہ نرمه رویہ ساتل کېدی شي“۔

د ترھګرۍ پہ چارو نظر لرونکی څېړ‎ونکی او د پېښور پوهنتون د جرنلزم استاد ډاکټر سېد عرفان اشرف وایي "بلوچستان او پښتونخوا کې د ترھګرو خلاف د ریاست د لسېزو جګړ‎ی ډیرې موثرې نه دي پاتې شوي او پکار دہ ریاست خپلو کمیو او کوتاهیو [غلطیو] تہ پام وکړ‎ي".

سېد عرفان اشرف زیاتوي دا اوس چې کومه مسلہ روانہ دہ دا خالصتاً د پاکستان د پالیسیانو سرہ زیات تعلق دی او وایي د دې ذمہ وارۍ دي په ریاست او د ریاست پہ مشینرۍ زیات اچول سم دي:

"زہ دا نہ ویل غواړ‎م چې دې کې بہ بهرني طاقتونہ نہ وي، خو چې مونږ‎ پخپلہ هم نورو معاملو کې ککړ‎ یو کوم څیزونه چې پخپله کوو د پالیسیو د لاندې مونږ‎ دا نه شو ویلی نور قوتونه بہ هغه نه کوي د پاکستان خلاف ہم دغه وجہ دہ چې همیشہ مونږ‎ وایو ریاست دې هغه ذمہ واري قبوله کړ‎ي چې خپل خلک دې د ځان کړ‎ي د خپلو خلکو حقونه دې هغوی تہ ورکړي".

ډان ورځپاڼېی نن پخپله اداریه کې لیکلي د پاکستان مرکزي حکومت نور بلوڅ غږ‎ونه نه شي له پامه غورځولی او په ځانګړېي توګه هغه غږونه چې تشدد غندي او امن غواړي او ریاست نه د ریښتیني بدلون غوښتنه کوي او یواځې د ولسونو سره په حقیقي همکارۍ د ترهګرۍ نوغی ویستل کیدای شي.

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG