لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبر د جرګې ګټې به څه وي ؟ ایا غوښتنې اؤ تجویزونه به یې ومنل شي؟


د پښتنو قامي جرګه کې د خلکو ګڼه
د پښتنو قامي جرګه کې د خلکو ګڼه

څېړونکي وایي که څه هم د پښتون ژغورنې غورځنګ لخوا په رابلل شوې جرګه کې مخې ته راغلي ۲۲ وړاندیزونه ټول په ټوله د پاکستان ریاست لپاره د منلو نه دي خو بیا هم امکان شته چې د جرګې ځېنې وړاندیزونو اؤ غوښتنو ته به حکومت غاړه کښیږدي.

څېړونکي اؤ کارپوهان وایي ددې خبرې امکان ډير کم دی چې د خېبر په جرګه کې مخې ته د راغلو تجویزونو یا غوښتنو په عملي کولو کې به په جرګه کې شریک نور سیاسي ګوندونه د پي ټي ایم سره څنګ په څنګ د ریاست مخې ته ودریږي .

د څېړونکو په اند، د خېبر درې ورځنۍ جرګې یوه لاسته راوړنه دا وکړه چې که له جرګې وړاندې پي ټي ایم کالعدم تنظیم وګرځول شو خو اوس دې تنظیم ته یو څه ریاستي سرپرستي ترلاسه شوه اؤ غږ به یې په موثره توګه تر اړونده فورمونو یا ادارو ورسیږي.

د پي ټي اېم لخوا په خیبر کې ترسره شوې جرګې وسله والو ډلو، پوځ، طالب او داعش ته خبرداری ورکړی چې د پښتنو د سیمې نه دې په 60 ورځو کې وځي او غوښتنه یې کړې په ډیورنډ کرښه د تګ راتګ لپاره د 2010م نه وړاندې (پرته د پاسپورټ او ویزې د اوښتو)حالت دې بېرته پر ځای شي.

همدا شان جرګې ویلي چې د قبایلي سیمو لپاره به بجلي وړیا وي اؤ د صوبې په نورو برخو کې به یو یونټ بجلي د پینځوؤ روپو نه بره نه پلورل کیږي.

د پاکستان مرکزي حکومت لا د خېبر په جرګه کې مخې ته راغلو وړاندیزونو یا غوښتنو ته څه غبرګون نه دی ښودلی

دپاکستان حکومت پي ټي ایم یو کالعدم تنظیم ګرځولی خو د خېبر پښتونخوا وزیراعلا علي امین ګنډا پور اؤ د صوبې ګورنر فیصل کریم کنډي د پي ټي ایم لخوا رابلل شوې درې ورځنۍ جرګې ته ورغلي وؤ اؤ ویناګانې یې هم ورته کړي دي.

د پښتونخوا وزیراعلا علي امین ګنډا پور ویلي،هغه به د صوبې د وزیراعلا په توګه د ایین اؤ قانون په درشل کې جرګه کې مخې ته د راغلو وړاندیزونو عملي کولو لپاره کوټلې هڅې کوي.

وزیراعلا پخپل یو بیان کې ویلي د جرګې کومې غوښتنې چې صوبایي حکومت پسې اړه نه لري هغه به دی د اړونده وفاقي چارواکو سره راپورته کوي اؤ هم به نن(دوشنبه -ګل) صوبایي اسمبلۍ کې جرګه کې مخې ته د راغلو تجویزونو په عملي کولو تفصیلي خبرې کولی شي.

هغه ویلي په هر فورم به دجرګې د وړاندیزونو د مقدمې وکالت پخپله کوي.

د پاکستان د سینیټ پخواني غړي اؤ د جماعت اسلامي ګوند وتلي مشر سینیټر مشتاق احمد ویلي پښتون قامي جرګه کې منظور پښتین اؤ پي ټي ایم د خېبر پښتونخوا اؤ پښتنو د ستونزو اؤ وسیلو مقدمه وړاندې کړې ده .

پخپل بیان کې ښاغلي مشتاق احمد ویلي په جرګه کې مخې ته راغلې نکتې یا غوښتنې د پاکستان د ایین اؤ قانون سره سمې دي اؤ حکومتونو اؤ اسټبلشمنټ د یوې پرامنه جرګې د فعالیتونو په ضد منفي پروپېګنډه وکړه اؤ د تشدد څخه یې کار واخستو.

پېښور کې میشت وتلی صحافي محمد فهیم وي او اې ډیوه ته وایي اوس چې د خېبر جرګه کې وزیراعلا اؤ ګورنر پخپله شریک شول نو دې تنظیم ته یوه ریاستي سرپرستي ترلاسه شوه اؤ ځېنې غوښتنې به یې ومنل شي.

خو د پېښور پوهنتون استاد ډاکټر درویش اپریدی بیا وایي فکر نه کوي چې د جرګې د ځېنو غوښتنو په عملي کولو کې به پي ټي ایم سره جرګه کې شریک نور سیاسي ګوندونه د ریاست مخې ته ودریږي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې ښاغلی درویش اپریدی وایي جرګې چې کومې پرېکړې کړي یا یې تجاویز مخې ته راړي لکه امن، پخپلو وسیلو اختیار،ګاونډ سره ازادانه تګ راتګ اؤ تجارت دا د پښتنو بنیادي غوښتنې دي خو د ریاست هم بیا خپلې تګلارې وي اؤ هغه فکر نه کوي چې د جرګې لخوا ټول په ټوله وړاندې شوې غوښتنې به ریاست ومني.

خبریال فیهم وایي د پښتون تحفظ موومنټ لخوا په جرګه کې ۲۲ غوښتنې مخې ته راغلې دي اؤ پي ټي ایم په دې پوهیږي چې ټولې غوښتنې به یې ونه منل شي.

د محمد فهیم په وینا "کله چې هم مونږ د مذاکراتو خبره کوؤ، د مطالبو خبره کوؤ نو کله هم یو فریق چې خپلې مطالبې مخې ته ږدي نو هغه ته دا اندازه وي چې د هغه ټولې مطالبې به نه منل کیږي ځکه نو اکثره د پښتنو په جرګو کې خلک د خپل ضرورت نه زیاتې غوښتنې ونیسي خو کله چې بیا دواړه خواوې کښیني اؤ په دغو مطالبو خبرې کوي نو هغې کې بیا ځېنې مطالبې داسې وي چې دواړه خواوې پرې ځان غلی کولی شي"

هغه وایي د ۲۲ غوښتنو مطلب دا بیخي نه دی چې ګنې پي ټي ایم به پخپلو دې ۲۲واړو غوښتنو باندې په کلکه ولاړ وي بلکې ارو مرو به د مذاکراتو په وخت څه لچک یا نرمښت ښیي.

د محمد فهیم په خبره دې کې په دوؤ میاشتو کې دننه د پوځ اؤ طالب وتل،یا قبایلو ته د ویړیا بجلۍ ورکول اؤ نوره صوبه کې په پینځه روپۍ یونټ ورکول، په پوله بې ویزې اوښتل اؤ افغانستان سره ازاد تجارت هغه مطالبې دي چې پي ټي ایم یې هم په ارزښت پوهه دی اؤ ریاست ته به یې منل ډير اسان نه وي.

خو هغه وایي دا بیا د خوښۍ ځای دی چې دې مطالبو ته د خیبر پښتونخوا د حکومت سرپرسي هم ترلاسه ده اؤ تر دې وړاندې که پي ټي ایم ته د کالعدم تنظیم په نظر کتل کیدل خو اوس په یې غږ په موثره توګه تر ډير لرې پورې اوریدل کیږي.


د پېښور پوهنتون استاد ډاکټر دروېش اپریدی وایي، د خېبر په جرګه کې چې کومې غوښتنې شوي په هغې کې یو فریق ریاست هم دی اؤ د ریاست خپلې تګلارې اؤ خپلې ګټې وي "نو زه دا فکر کوومه بلکې ویره ده راسره چې په دې کې به په ځېنو خبرو اتفاق ونه شي"

ښاغلی اپریدی زیاتوي ، چې په دوؤ میاشتو کې چې د پوځ د وتلو کومه خبره شوې ده نو هغه خو جرګې هم مشروط کړې ده چې طالب، داعش اؤ په هره نامه چې ترهګر اؤ وسله وال دي هغه به هم اوځي.

"دا خبره چې طالب پاکستان راوستی دی که پخپله راغلی دی، دا بیا پخپله یو بحث دی، که پاکستان راوستي وي نو بیا خو به سړی د پاکستان پوځ ته مخې ته ودریږي،اؤ که طالب پخپله راغلی وي نو بیا به دغه پښتانه که پوځ وباسي نو د طالبانو د ویستلو به هم لارې لټوي اؤ هغه بیا تاسو اندازه کولی شئ چې هغه لاره به بیا څه وي؟"

دروېش اپریدی وایي د ویړیا یا د ارزانې بجلۍ غوښتنه پوره کول هم اسانه نه ده ، دا به اییني بدلون ته اړتیا ولري،

هغه وایي جرګې چې د دوه ، دوه نیم لکه غیر مسلح لښکر جوړولو کومه پرېکړه کړې ده نو داسي نه ښکاري چې په بره ذکر شوؤ اؤ دې پرېکړه به جرګه کې شامل نور سیاسي ګوندونه د پي ټي ایم سره څنګ په څنګ ودریږي اؤ دا ټولې غوښتنې اؤ پرېکړې به ورسره په وړاندې بوځي.

نوموړی وایي د خېبر په جرګه کې زیاتو سیاسي ګوندونو د مقبولیت په بلیک میلنګ کې د راتلو له امله برخه اخستې وه اؤ کله چې د فیصلو عملي کولو وخت راشي نو زه فکر نه کووم چې دا نور ګوندونه به ورسره د زړه نه زور وکړي.

دروېش اپریدی وایي د جرګې پرېکړو ته په کتلو سره بنده پوهیدای شي چې ټولو عارضي موضوعاتو لپاره پکې عارضي د حل لارې لټول شوي .

هغه وایي پاکستان کې په سیاست کې د ولس لاس ختم شوی اؤ په سیاسي ځاندره کې یو بنیادي بدلون ته اړتیا لیدل کیږي خو د خېبر په جرګه کې شوې دا پرېکړې یا غوښتنې نه خو د پاکستان په سیاسي سټرکچر کې کوم بدلون راوستی شي اؤ نه په سیاست کې د ولس د ځواکمن کیدو لاره هواروي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG