لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه کې د پولیو بله پېښه مخې ته راغلې، سږ کال یې پاکستان کې شمېر 18 ته ورسېد


د پاکستان د بلوچستان صوبې د سرښار کوټې څخه د پولیو یوه بله تازه پېښه مخې ته راغلې ده چې دې سره د روان کال په اوږدو کې د پاکستان دننه د پولیو د مثبتو پېښو شمېر 18 ته رسېدلی دی.

د پاکستان د روغتیا د ملي ادارې د پولیو د مخنیوي لیبارټرۍ د کوټې په قدري اباد یونین کونسل کې یوه دوه کلن ماشوم ته د پولیو وایرس ورپورې کېدو پخلی کړی دی.

په روان کال کې دا له کوټې څخه د پولیو مخې ته راغلې دویمه اؤ په بلوچستان کې مخې ته راغلې 13مه پېښه ده.

د پولیو د مخنیوي لپاره د پاکستان د وزیراعظم استازې عایشه رضا فاروق بلوچستان کې د پولیو پېښو کې په اضافه اندېښنه ښودلې اؤ هر ماشوم ته یې د پولیو نه دخوندیتوب د څاڅکو ورکولو په ضرورت ټینګار کړی دی.

پخپل یو بیان کې د وزیراعظم استازې ویلي "د کوټې نه د پولیو دا نوې پېښه ښیي چې مونږ ته به د پولیو وایرس د مخینوي لپاره په عاجل ډول د ټولو ماشومانو قوت مدافعت سیوا کول وي".

هغې ویلي "مونږ چې دا څه وینو دا پروسکال د بلوچستان په ځېنو سیمو کې د پولیو کمپینونو په وړاندې د خنډانو راولاړولو اؤ ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکو د نه رسېدو نتیجه ده"

هغې ویلي د پاکستان اؤ افغانستان د پولې دواړو غاړو ته د پولیو سیوا کېدونکې پېښې په ټول ملک کې د ماشومانو لپاره د خطرې یو علامت دی اؤ مونږ ته اړینه ده چې خپلو ماشومانو ته په وخت د پولیو نه د خوندیتوب څاڅکي ورکړو.

د پاکستان پولیو پروګرام په دې وروستیو کې له 9م تر 13م ستمبر پورې په 115 هغو ضلعو کې د پولیو په ضد کمپاین چلولی ؤ چې د پولیو په حواله زیاتې خطرناکې شمیرل کیږي.

د پولیو پروګرام له مخې په دې کمپین کې درې کروړه اؤ 25 لکو ماشومانو ته د پولیو نه د خوندیتوب څاڅکي ورکړل شوي وؤ.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG