لاس رسیدونکی لینک

 
د عرب ملکونو اتحاد غزه نه د فلسطینیانو بل ځای ته د منتقلولو په اړه د صدر ټرمپ تجویز رد کړو
تازه خبر

د عرب ملکونو اتحاد غزه نه د فلسطینیانو بل ځای ته د منتقلولو په اړه د صدر ټرمپ تجویز رد کړو


ابوالغیط وویل د ټرمپ تجویز د قبلولو وړ نه دی. هغه د ورلډ ګوومنټس سمېټ په عنوان غونډې ته وویل د صدر ټرمپ دا تجویز به سیمه په بحرانونو او د سیمې امن او امان ته نقصان ور ورسووي چې د جنګ ځپلې غزه نه قریباً دوه مېلین فلسطینیان دې بل ځای ته منتقل کړی شي
ابوالغیط وویل د ټرمپ تجویز د قبلولو وړ نه دی. هغه د ورلډ ګوومنټس سمېټ په عنوان غونډې ته وویل د صدر ټرمپ دا تجویز به سیمه په بحرانونو او د سیمې امن او امان ته نقصان ور ورسووي چې د جنګ ځپلې غزه نه قریباً دوه مېلین فلسطینیان دې بل ځای ته منتقل کړی شي

د عرب ملکونو اتحاد عرب لیګ سېکرېټري جنرل احمد ابوالغیط د شورو، چهارشنبې، په ورځ د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ دا تجویز رد کړو چې د غزه فلسطینیان دې بل ځای ته منتقل کړی شي او سیمه دې امریکا په خپل ملکیت کې واخلي.

ابوالغیط وویل د ټرمپ تجویز د قبلولو وړ نه دی. هغه د ورلډ ګوومنټس سمېټ په عنوان غونډې ته وویل د صدر ټرمپ دا تجویز به سیمه په بحرانونو او د سیمې امن او امان ته نقصان ور ورسووي چې د جنګ ځپلې غزه نه قریباً دوه مېلین فلسطینیان دې بل ځای ته منتقل کړی شي.

ابوالغیط وویل دا تجویز د عرب نړۍ دپاره ناقابل قبول دی او د دې تصور په ضد يې د ۱۰۰ کلونو راهسې جنګ کړی دی.

صدر ډانلډ ټرمپ د نهې، سه شنبې، په ورځ په وایټ هاوس کې د اردن باچا شاه عبدالله دویم مېلمستیا وکړه او د ملاقات وروسته په مشترکه خبري کانفرنس کې يې غزه د اخیستلو لوظ تکرار کړو او ويې ويل د هغه د منصوبې دلاندې به د غزه فلسطینیان په اردن او مصر کې اباد کړی شي او په غزه کې په ترقیاتي کارونه وکړی شي.

ټرمپ سره د ملاقات وروسته شاه عبدالله په اېکس وویل امریکايي صدر سره خبرو کې يې د خپل ملک دا دریځ تکرار کړو چې د غزه او د وېسټ بېنک نه فلسطینیانو د بې ځایه کولو سخت مخالفت کوي.

هغه وویل فلسطینیانو د بې ځایه کولو بغېر د غزه بیا ابادول او په سیمه کې د انساني بحران مخنیوی پکار ده چې د هر چا ترجیح وي.

د اردن باچا وویل په غزه کې ډزبندي محفوظ ساتلو په لړ کې يې د امریکايي صدر په بنیادي کردار ټینګار وکړو او په ټولو شریکدارانو يې غږ وکړو چې دا خبره یقیني کړي چې جنګ بندي په ځای پاتې شي.

په غزه کې د اسرایل او د حماس ترمنځ ډزبندي د شورو، چهارشنبې، په ورځ د پوښتنې د لاندې وه ځکه چې د فریقېنو ترمنځ د خالي، شنبې، په ورځ د یرغمالانو د ازادول کېدو په سر لانجه وه.

اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو وویل که چېرې د خالي، شنبې، تر ورځې پورې نور یرغمالان ازاد نه کړی شول نو اسرایلي پوځ به حماس ته د شکست ورکولو پورې سخته جګړه بیا شروع کړي.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

ټرمپ د نهې، سه شنبې، په ورځ دا امکان څرګند کړو چې که چېرې ټول یرغمالان ازاد نه کړی شول نو ډز بندي به ختمه کړی شي.

حماس په اسرایل الزام لګولی چې د ډزبندۍ خلاف ورزي کوي. د حماس یو چارواکي د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل د یرغمالانو د ازادۍ یوازنۍ لاره د ډزبندۍ د شرایطو په احترام کې ده.

حماس چې امریکې ترهګر تنظیم ټاکلی دی، دا هم وویل فلسطینیان اوس هم په مختلفو ځایونو کې د هوايي حملو او ډزو په هدف کېږي او اسرایل د لوظنامې سره سم انساني امداد ته اجازت نه دی ورکړی.

د ملګرو ملتونو یو چارواکي وویل جنګ بندۍ د شروع کېدو راهسې د انساني امداد ۱۲۶۰۰ ټرکونه غزه ته تللي دي او د قحط خطر په سمدستي توګه ختمه شوې ده.

د اسرایل او حماس ترمنځ تېره میاشت ډزبندي د شروع کېدو راهسې حماس ۲۱ یرغمالان او اسرایل ۷۳۰ فلسطینیان د قېد نه ازاد کړي دي. ټاکل شوې چې د خالي، شنبې، په ورځ به حماس درې نور یرغمالان او اسرایل به د سلګونو په شمېره کې فلسطیني قېدیان ازادوي.

د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس په پېرس کې د وېنا په مهال په حماس غږ وکړو چې د مفاهمت سره سم دې خالي، شنبې، په ورځ یرغمالان ازاد کړي.

ګوټېرېس وویل پکار ده چې دواړه فریقېن د ډزبندۍ د معاهدې لاندې خپل لوظونه پوره کړي او د دویم پړاو دپاره دې په دوحه کې سنجیده مذاکرات شروع کړي.

په غزه کې جنګ د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې نه شروع شوی و. په حمله کې ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي او تر ۲۵۰ پورې نور کسان حماس یرغمال نیولي وو. د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړو چې د غزه د صحت وزارت وايي په کې جنګ کې ۴۸۲۰۰ کسان وژل شوي دي. اسرایل وايي په غزه کې يې ۱۷۰۰۰ وسله وال هم وژلي دي.

یادونه: د دې خبر ځېني معلومات د ای پي، ای اېف پي او روېټرز خبري ادارو نه هم اخیستل شوي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG