لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان:قلات کې د امنیتي ځواکونو په ګاډي چاودنه کې درې عسکر وژل شوي،څلور ژوبل


امنیتي سرچینې وایي د پاکستان د ناکراره صوبې بلوچستان په قلات سیمه کې په امنیتي ځواکونو بمي برید شوی چې پکې لږ تر لږه درې عسکر وژل شوي اؤ څلور نور ژوبل شوي دي.

د پاکستان آج ټي وي د قلات انتظامیې د یو لوړ پوړي چارواکي له خولې ویلي چې دا چاودنه د خالي په ورځ د قلات ښار سره نزدې په اسکلکو روډ د امنیتي ځواکونو په یو ګاډي شوې ده.

د پولیسو ویناده چې چې دغلته د دشت محمود په مقام نامعلومو ترهګرو د سړک په غاړه چاودیدونکي مواد اېښودي وؤ اؤ کله چې د امنیتي ځواکونو ګاډی په دغه سړک تېرېدو نو چاودنه پرې شوې ده.

پاکستاني رسنۍ د پولیسو له خولې وایي چې په دې چاودنه کې درې امنیتي عسکر وژل شوي اؤ څلور نور ژوبل شوي دي.

له چاودنې وروسته په ګڼ شمیر کې امنیتي ځواکونه د پېښې ځاي ته رسیدلي اؤ سیمه یې پخپله ولکه کې اخستې اؤ د لټونې عملیات یې پېل کړي دي.

د چاودنې ذمه واري په سمدستي توګه چا پغاړه نه ده اخستې خو تر دې وړاندې چې په نزدې وختونو کې په بلوچستان کې په امنیتي ځواکونو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري بیلتون پاله بلوڅ وسله والو ډلو پغاړه اخستې ده.

پاکستان کې په دې وروستیو کې یو وارې بیا د ترهګریزو بریدونو لړۍ زیاته چټک شوې اؤ تېره ورځ هم د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې د ټي ټي پي وسله والو سره نښته کې د پوځ د یو افسر( لیفټننټ کرنل) په ګډون شپږ عسکر وژل شوي وؤ.

آي ایس پي ار دعوه کړې وه چې په دغه نښته کې یې شپږ وسله وال هم وژلي دي.

د غېر دولتي څیړنیزې ادارې [پيکس] د رپورټ ترمخه تېر د ستمبر په میاشت کې پاکستان کې 77 ترهګریزې حملې شوي اؤ په دې کې تر ټولو زياتې 47 حملې خېبرپښتونخوا صوبه کې شوي دي.

په رپورټ کې ويل شوي، په 77 بريدونو 77 کسان وژل شوي، چې پکې 38 امنيتي اهلکار، 23 ملکي وګړي او 16 جنګيالي شامل دي.

د رپورټ ترمخه، د پاکستان امنيتي ځواکونو 34 مشکوکه جنګيالي وژلي او 16 یې نيولي دي.

د پيکس په رپورټ کې ويل شوي، د ستمبر په میاشت کې بلوچستان صوبه کې 27 حملې شوي، 22 کسان پکې وژل شوي او 48 پکې ژوبل شوي دي. په اګست کې په 43 حملو کې 125 کسان وژل شوي وو.

بلوچستان صوبه کې تېر د د 25م او 26م اګست) په مينځنۍ شپه کې په مختلفو پېښو کې د چارواکو په وينا، د 14 پوځيانو او امنيتي اهلکارو په ګډون د 70 پورې کسان وژل شوي او پوځ د 21 ترهګرو وژلو دعوه کړې وه.

پيکس ويلي، خېبرپښتونخوا کې په 47 حملو کې 54 کسان وژل شوي، او قبايلي ضلعې د ترهګرۍ نه تر ټولو اغېزمنې پاتې شوي، په قبايلي ضلعو کې 26 حملو کې 37 کسان وژل شوي دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG