لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان کې ١٨ لکه ماشومان له تعلیمه بې برخې دي


په بلوچستان کښې د تعلیم ډایریکټر رفیق ترین وي او اې ډيوه ته ویلي، دوی په ایالت کښې کافي ښوونځي نه لري او چې کوم شته هغه بې پلانه او په سیاسي بنیاد جوړ شوي دي چې له امله یې د زدکړو په چارو کښې بلوچستان تر ټولو شاته پاته شوی دی
په بلوچستان کښې د تعلیم ډایریکټر رفیق ترین وي او اې ډيوه ته ویلي، دوی په ایالت کښې کافي ښوونځي نه لري او چې کوم شته هغه بې پلانه او په سیاسي بنیاد جوړ شوي دي چې له امله یې د زدکړو په چارو کښې بلوچستان تر ټولو شاته پاته شوی دی

په بلوچستان ایالت کښې له نیژدې ۳۶ لکه څخه نیمایي ماشومان له زدکړو او ښوونو بې برخه دي.

په جغرافیایي توګه د پاکستان تر ټولو لوی او په اقتصادي توګه تر ټولو غریب هغه ایالت کښې تر ۱۸ لکه پورې ماشومان چې ۷۵ فیصده یې نجونه دي، ښوونځیو ته نه ځي او په شته ښوونځیو کښې د زدکړو کچه ‌‌‌‌‌‌ډېره ټیټه ده.

په پاکستان کښې د تعلیم د څار غیردولتي ادارې الف اعلان یوه چارواکي عمر اورکزي ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته ویلي:

"د بلوچستان په ۵۰۰۰ ښوونځیو کښې یواځې یو استاد دی، ۸۵ فیصده ښوونځي بجلۍ، ۵۰ فیصده د څښلو اوبه، ۸۰ فیصده تشنابونه او ۶۵ فیصده دېوالونه نه لري"

د ده په وینا په هغه ایالت کښې تعلیمي حالت دومره خراب دی، چې تر لسم ټولګي پورې له رسېدو مخکې ۶۰ فیصده ماشومان مکتبونه پرېږدي.

په بلوچستان کښې د تعلیم ‌‌‌‌‌‌ډایریکټر رفیق ترین وي او اې ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته ویلي، دوی په ایالت کښې کافي ښوونځي نه لري او چې کوم شته هغه بې پلانه او په سیاسي بنیاد جوړ شوي دي چې له امله یې د زدکړو په چارو کښې بلوچستان تر ټولو شاته پاته شوی دی.

هغه وایي په ایالت کښې ۱۱۰۰۰ ابتدایي ښوونځي دي خو منځني ښوونځي بیا یواځې ۱۱۰۰ دي چې له امله یې ‌‌‌‌‌‌ډېری ماشومان زدکړې جاري نه شي ساتلای.

رفیق ترین وایي بل علت یې په عصري نصاب کښې د استادانو د روزنې کمی دی او ‌‌‌‌‌‌ډېر معلمان ښوونځیو ته له سره نه ځي، خو اوس حکومت په ښوونځیو کښې د استادانو د حاضري باوري کولو لپاره د څار نوی نظام معرفي کوي.

د تعلیم د څانګې یو پخوانی مامور عبدالغفار کدېزی بیا وایي، په بلوچستان کښې په سیاسي بنیاد نه یواځې ښوونځي جوړ شوي بلکې استادان هم په سیاسي اساس ګومارل شوي دي.

هغه و ویل یواځې په لورالای کښې څلور کاله وړاندې په حکومتي ښوونځیو کښې ۴۴ زره ماشومانو زدکړې کولې خو د معیار د ټیټوالي له امله اوس ۲۰ زره ماشومان پاته دي.

د بلوچستان حکومت وايي د تعلیم څانګې ته یې پوره پام دی او د سږ کال په بودیجه کې یې ورته ۴۵ اربه روپۍ ټاکلې دي، رفیق ترین وایي روان کال به ۷۵۰ نوي ابتدایي او ۵۰۰ منځني ښوونځي جوړوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG