د بلوچستان په هرنایي سیمه کې د کولې په کان کې د ګیس د کمي له امله پینځه مزدوران مړه شوي دي.
د هرنایي د ماینز انسپکټر شیر احمد وي او اې ډیوه ته ددې پېښې پخلی کړی اؤ وایي پېښه د هرنایي د بي ایریا تحصیل شاهرګ کې رامنځته شوې ده.
هغه ویلي دغلته د ملک کول کمپنۍ د ټيکدار حاجي شاه محمد د کولې په کان کې مزدورانو کار کولو خو د کان دننه د ګیس د کمي له امله د هغوي ساه ګانې بندې شوې دي.
شیر احمد وایي یو کارمند ژوندی راویستل شوی اؤ پینځه نور په پېښه کې مړه شوي دي.
د مړو شوؤ مزدورانو تعلق د افغانستان سره ښودل شوی اؤ نومونه یې رحمان شاہ ولد عبدالغفور،شفع الله والد عبدالغفور،نصیب الله ولد بادام ګل،ذبیح الله ولد محمد عظیم
اؤ مطیع الله ولد عبدالنافع ښودل شوي.
شمېرې ښیي چې په پاکستان کې روان کال د کولې په درنګونو یا کانونو کې په بېلابېلو پېښو کې د مړه شوو مزدورانو شمېر 116 ته رسېدلی، په مړو کې زيات شمېر د خيبر پښتونخوا په خاصه د سوات د شانګلې سیمې د مزدورانو دی.
د پاکستان سنټرل ماينز لېبر فېډريشن رپورټ دی چې په ټول پاکستان کې روان کال په جلا جلا پېښو کې 111 تنه مړه شوي چې ددې تازه پېښې نه وروسته دا شمېره 116 ته لوړه شوې ده.
سږکال په سيند صوبه کې پينځه، په پنجاب کې 10، په پښتونخوا کې 29 او د تېرو کلو په څېر تر ټولو زيات په بلوچستان کې 73 د کولې مزدوران مړه شوي دي، چې زياتره د سوات او شانګلې دي.
د پاکستان سېنټرل ماينز لېبر فېډريشن صدر لالا سلطان په دې وروستیو کې د ډیوه خبریال حفیظ الله ستوري شېرانی ته ویلي وؤ، د کارګرو خوارانو پر مخ او سر باندې يو څادر او ګونۍ [بوجۍ] واچوي چې که په کان کې دننه چاودنه کېږي او دوی پکې مري نو د دوی شناخت به بيا په اسانه کېږي:
هغه وایي"دا ظلم او بربريت دی، دا ملک د غريبانو او اميرانو په ګډه ملک دی، بايد دې ته توجه وشي، ما و چيف سيکرېټري ته ليکلي دي چې نوره دې دا د ماينز انسپېکټريټ زړه عمله بدله کړه".
لالا سلطان د کولې په کانونو کې د مرګونو پېښو ذمه واري پر حکومت او اړوند ادارو اچوي.
د پوهانو په وينا په کوله کانونو کې زياتره مرګونې پېښې د زهرجن ګېس د جمع کېدو، چاودنې، اور لګېدو، د هوايي لارې د نشتوالي، کانونو ته د باران په وخت د اوبو ننوتلو، د اوسپنيزې رسۍ د پرې کېدو او ځينو نورو وجوهاتو له کبله کېږي.
د مزدورانو لپاره کارکوونکو تنظيمونو د مشرانو په وينا دا ځکه چې په شته قوانينو باندې عمل نه شته او اړوندې ادارې یې څارنه نه کوي.
د بلوچستان د ماينونو محکمې چارواکي د کال په اربونو روپو ټېکس تر لاسه کوي خو پر دې برسيره هم دا مني چې دوی په صوبه کې د انتظامي عملې او وسايلو له کمۍ سره مخ دي.
د پاکستان سېنټرل ماينز لېبر فېډريشن رپورټ دی چې په بلوچستان کې د بېلابېلو قدرتي معدنياتو تر يو لک زيات قانوني او ناقانونه ماينونه يا درنګونه دي چې پکې تر يو نيم لک زيات مزدوران کار کوي.
Forum