د پاکستان د ناکراره صوبې بلوچستان په پنجګور سیمه کې نامعلومه وسله والو د پولیسو په ګاډي برید کړی چې پکې یو پولیس افسر وژل شوی.
د سیمې نه امنیتي سرچینو وي او اې ډیوه ته ویلي دا پېښه تېره ورځ د پنجګور په چتکان بازار کې مخې ته راغلې ده.
د سرچینو په وینا دغلته د سټي تاڼې پولیسو په ګاډي کې ګزمه یا ګشت کولو چې په موټر سایکل سورو نامعلومو وسله والو د پولیسو په ګاډي ناتاره ډزې وکړې.
سرچينې وایي د وسله والو په ډزو کې یو پولیس افسر یا سب انسپکټر شکیل احمد وژل شوی دی.
له پېښې وروسته وسله وال له سیمې تښتېدلي اؤ پولیسو سیمه په ګېره کې اخستې اؤ د وسله والو لټون یې پېل کړی دی.
په سمدستي توګه ددې برید ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې خو په دې وروستیو کې چې بلوچستان کې په امنیتي ځواکونو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري بیلتون پاله وسله والو بلوڅ یاغي ډلو منلې ده.
تر دې وړاندې په 26م اګست د بلوچستان په بیلابیلو سیمو کې وسله والو په امنیتي ځواکونو اؤ عامو خلکو پرله پسې خونړي بریدونه کړي وؤ چې د مطبوعاتي رپورټونو له مخې د 14 پوځيانو په ګډون پکې تر 70ؤ زیات کسان وژل شوي وؤ.
بلوچ لبریشن ارمي ددغو بریدونو ذمه واري پغاړه اخستې وه اؤ دعوه یې کړې وه چې په بریدونو کې یې 130 پوځيان وژلي خو ازادو سرچینو د بي ایل اې ددې دعوې تصدیق نه ؤ کړی.
تېره اوونۍ د کورنیو چارو وزارت پارلیمان ته په وړاندې کړل شوي رپورټ کې ویلي وو چې بلوچستان کې د تېر یو کال په مهال د ترهګرۍ 626 پېښې مخې ته راغلي اؤ په دې پېښو کې 148 امنیتي عسکر وژل شوي اؤ 198 نور ژوبل شوي.
د کورنیو چارو د وزارت د شمیرو تر مخه بلوچستان کې په دغو ترهګریزو بریدونو کې 167 عام وګړي وژل شوي اؤ 279 ژوبل شوي دي.
د پاکستان بلوچستان صوبه د یوې اوږدې مودې راهسې د ناکرارۍ سره مخ ده اؤ دغلته که یو خوا د ریاست نه مرورې بلوڅ وسله والې ډلې وخت په وخت په امینتي ځواکونو مرګوني بریدونه کوي نو بلخوا د صوبې د حقونو په غوښتنه اؤ د جبري بې درکیو په ضد سیاسي ګوندونه اؤ مدني ټولنه هم په احتجاج بوخت دي.
بلوچستان د رقبې په لحاظ د پاکستان تر ټولو ستره صوبه ده خو په پسماندګۍ کې هم د هیواد تر ټولو پسمانده صوبه ګڼل کیږي.
په دغه کړکیچ ځپلې صوبه کې د قدرتي وسیلو پریمانه ذخیرې وجود لري چې هرکال دپاکستان قامي خزانې ته د اربونو روپو ګټه ورکوي خو د بلوچستان قام پرست تنظیمونه اؤ سیاسي ګوندونه وایي چې په قدرتي وسیلو دپور مامور دې صوبې وګړي پخپلو وسیلو اختیار نه لري اؤ ګټې یې ټولې بهر روانې دي.
وخت په وخت مخې ته د راغلو شمیرو اؤ معلوماتو له مخې بلوچستان نه ترلاسه کیدونکی قدرتي ګیس دپاکستان د26 فیصده ابادۍ ضرورتونه پوره کوي خو پخپله دبلوچستان زیاتره سیمې دتېرو اویاؤ کالو راهسې دګیس داسانۍ نه محرومې ساتل شوې دي.
بلوچستان کې د قدرتي ګیس ترڅنګ د معدنیاتو نورې ډير سترې ذخیرې هم موجودې دې چې هغې کې د سرو زرو،سپینو زرو، اوسپنې،کرومایټ، تانبې، چونې، قیمتي کانو، سنګ مرمرو وغیره ذخیرې شاملې دي.
پخپلو وسیلو د اختیار نه لرلو پرضد د اوږدې مودې نه بلوچستان کې ګڼ شمیر بلوڅ تنظیمونه په وسله وال مقاومت بوخت دي اؤ غوښتنه لري چې د بلوچستان په وسیلو دې د دې صوبې خپلو وګړو ته واک اختیار ورکړل شي.
Forum