د خېبر پښتونخوا حکومت ویاند بېرسټر سیف ویلي خېبر کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د جرګې په انتظامي کېمپ وړمه شپه پولیسو د مرکزي حکومت په امر کارروایي کړې ده.
خو څېړونکي د صوبایي حکومت دا دریځ د خندا وړ بولي اؤ وایي د صوبې پولیس د صوبایي حکومت ماتحت دي اؤ که صوبایي حکومت ونه غواړي نو نیغ په نیغه پولیس د مرکز په حکم اقدام نه شي کولی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وړمه شپه ویلي وؤ د پېښور پولیسو خېبر کې د پي ټي ایم لخوا په ۱۱م اکتوبر د رابلل شوې قامي جرګې لپاره په جوړ انتظامیي کیمپ برید کړی اؤ د پي ټي ایم په فعالانو یې ډزې کړي اؤ اوښلن ګیسونه یې پرې توغولي دي.
منظور پښتین دعوه کړې وه چې پولیسو د پي ټي ایم د فعالانو خیمې یا کیږدۍ سوځولي اؤ د هغوي ځينې سامانونه یې هم د ځان سره وړي دي.
پولیسو لا د منظور پښتین د دې دعوې په هکله څه نه دي ویلي خو د چهارشنبې په ورځ د صوبایي حکومت ویاند بېرسټر سیف پخپل یو بیان کې ویلي چې پولیسو دا کارروایي د مرکز په حکم کړې ده.
پخپل بیان کې بېرسټر سیف ویلي چې د کورنیو چارو وزارت د صوبې چیف سیکرټري ته د پي ټي ایم په اړه یو خط لیکلی اؤ په هغې کې یې لیکلي چې پي ټي ایم د ریاست مخالفه بیانیه لري اؤ په نسلي کرکې خورولو کې ککړ دی ځکه نو په ضد یې باید اقدام وکړل شي.
د صوبایي حکومت ویاند ویلي په تېرو ورځو کې د خېبر پښتونخوا صوبې اعلا وزیر علي امین ګنډا پور د پي ټي ایم د مشر منظور پښتین سره یوه اوږده لیدنه کړې ده اؤ په دغه لیدنه کې د پي ټي ایم په غوښتنو خبرې شوې وې.
د بېرسټر سیف په وینا، په دې لیدنه کې منظور پښتین وزیر اعلا ته د خپلو غوښتنو احوال په تفصیل سره تېر کړی ؤ اؤ وزیراعلا ګنډا پور منظور پښتین ته باور ورکړی ؤ چې صوبایي حکومت به د قبایلي سیمو د پرمختیا لپاره انقلابي ګامونه پورته کوي.
هغه ویلي، صوبایي حکومت د قبایلي ضلعو د ټولو ستونزو په ترجیحي بنیادونو د هوارولو لپاره په یو اړخیز پلان کار کوي.
څېړونکی اؤ خبریال ناصر داوړ وایي صوبایي حکومت که د پي ټي ایم په کمپ د پولیسو د برید لپاره هر دلیل وړاندې کړي خو دا خبره هر چاته معلومه ده چې د صوبې پولیس د صوبایي حکومت ماتحت دي.
ډیوه سره خبرو کې هغه وایي مرکز نیغ په نیغه د صوبې پولیسو ته څه امر نه شي کولی بلکې د صوبایي حکومت مرسته به ترلاسه کوي خو تر څو چې د پي ټي ایم په کیمپ د پولیسو د کارروایي تعلق دی نو دا هر څوک په دې پوهیږي چې ددې کارروایي تر شا د چا لاس دی؟
هغه وایي په دې ملک کې اصل واکمن جمهوري حکومت نه دی بلکې پوځ اؤ استخباراتي ادارې دي اؤ د پي ټي ایم په جلسو کې په پوځ اؤ استخباراتي ادارو کلکې نیوکې کیږي، په ضد یې شعارونه ورکول کیږي نو ځکه دغه ادارې به د پي ټي ایم د جرګې مخې ته خنډان راولاړوي.
پښتون تحفظ موومنټ د روانې میاشتې په ۱۱مه نیټه د قامي عدالت په نوم خېبر ته د پښتنو یوه استازې جرګه رابللې چې ددغه جرګې لپاره پي ټي ایم د صوبې ټولو سیاسي ګوندونو ، تنظیمونو اؤ د مدني ټولنو استازو ته بلنې ورکړې دي.
پي ټي ایم وایي د جرګې له لارې به نړۍ ته د پښتنو وطن کې په جنګونو اؤ ترهګرۍ کې د وژل شوؤ اؤ بې درکه کړل شوؤ پښتنو کره شمیرې وړاندې کړي اؤ نړۍ به له حقایقو خبر کړي.
Forum