لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر بایډن په امریکا کې د توفان له کبله جرمني او انګولا ته خپل سفرونه وځنډول


صدر جو بایډن د امریکې جنوبي ساحلونو ته د توفان د رارسېدو له کبله جرمني او انګولا ته خپل پلان شوي سفرونه وځنډول.

داسې پېشبیني او اټکلونه کېږي د دې توفان زورورې څپې به په ځایي وخت د چارشنبې- شورو په شپه له فلورېډا ایالته په تېرېدو ټامپا خلیج ته ورسېږي او څه باندې 3.3 میلینه خلک به ایسار کړي.

صدر بایډن ته د اکتوبر پر اتمه په سپینه ماڼۍ کې د خپلې انتظامیې اعلی چارواکو د توفان او د حکومت د تیاریو په اړه معلومات ورکړل او وروسته هغه رسنیو ته وویل:

"زه فکر نه کوم چې زه دې دا وخت له هیواده بهر و اوسم".

بایډن خبرداری ورکړ چې کېدای شي میلټن په تېرو 100 کلونو کې تر ټولو زورور توفان وي" چې فلورېډا به زیانمنه کړي او ویې ویل هغه په دې اړه کار کوي‌ چې د توفان د زیانونو د مخنیوي لپاره د فیډرل حکومت د هڅو "کچه او موجودګي" زیاته کړي.

سپينې ماڼۍ د سه شنبې- نهې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې صدر بایډڼ به په خپل دفتر کې ناست وي او د میلټن په نوم د توفان او د ژغورنې د چارو په هکله به معلومات تر لاسه کوي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کېرن ژان پېر وویل، د توفان "لوري او قوت" ته په کتو د صدر د سفر په پلان کې بدلون راوستل ضروري وو.

لا معلومه نه ده چې صدر بایډن به د څومره وخت لپاره خپل سفر نه کوي، خو هغه ژمنه کړې ده چې د راتلونکي کال په جنوري کې د خپلې دورې تر پای ته رسېدو مخکې به افریقې ته سفر کوي.

د فلورېډا په غربي ساحل کې د توفان د رارسېدو په اړه خبرداری خپور شوی او په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویډیوګانو او تصویرونو کې پر سړکونو د ګاډو اوږده اوږده کتارونه لیدل کېږي چې له خطرناکو سیمو خوندي سیمو ته روان دي.

ویل کېږي چې د دې توفان رفتار به د یوې ګنټې په حساب 145 میله (230 کیلومیټره) وي او سېلابونه به هم ورسره وي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG