لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ريپلېکن پارټۍ غړي د صدر جوبایډن د ذهني صحت په اړه پوښتنې راپورته کوي


صدر جوبایډن
صدر جوبایډن

په خبرو کې د صدر جوبایډن د خطا کېدو په سبب د ريپلېکن پارټۍ مخالفین د هغه د ذهني صحت په اړه پوښتنې راپورته کوي او د بایډن د عمر په اړه د هغه د واکمن ډېموکرېټېک پارټۍ د غړو تشویش زیاتوي.

بایډن د سږ کال د نومبر په میاشت کې کېدونکي صدارتي انتخاب کې د ډېموکرېټېک پارتۍ په نامزدګۍ د صدارت د دویمې دورې امیدوار دی.

پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ په صدارتي انتخاب کې د ريپبلېکن پارټۍ په ممکنه نامزدګۍ د بایډن حریف ګڼل کېږي.

د ټرمپ د کېمپېن مشیر جېسن مېلر د بایډن د ذهني صحت په اړه وي او ای ته په یو بیان کې وویل د موجوده وخت به مقابل کې به بایډن د نومبر په میاشت کې (په ذهني توګه) څه "زیات تېز" نه وي.

د مېک امېرېکا ګرېټ اګېن پوليټیکل اېکشن کمېټي نومې تنظیم د ټرمپ حمایت کوي، په یو بیان کې یې وویل بایډن نه یوازې بډا، ذهني او جسماني صحت يې په خرابېدو دی بلکې "زمونږ قومي سلامتیا د خطر سره مخامخ کوي."

ټرمپ د صدارتي انتخاب دپاره خپل کېمپېن شروع کړی دی او د زیارت، پنجشنبې، په ورځ یې د نېواډا ریاست ريپبلېکن کاکسز یا د پارټۍ دننه انتخاب هم وګټلو. کاکسز په صدارتي انتخاب کې د ګودند امیداوار غوره کولو د پارټۍ دننه انتخابات وي. د مقبولیت په لحاظ ټرمپ د ريپبلېکن پارټۍ د نامزدګۍ د نورو خواهشمندو نه مخکې ګڼل کېږي.

د ریپبلېکن پارټۍ د نورو امیدوارانو په مقابل کې د زیات مقبولیت ترڅنګ د 91 مختلفو جرمونو د الزاماتو سره هم مخامخ دی.

د ریپبلېکن پارټۍ د نامړدګۍ او د صدارت خواهشمنده او د ټرمپ حریفا نېکي هېلي یو بیان جاري کړی چې بایډن دې په سمدستي ډول د ذهني اهلیت ټېسټ وکړي او د دې نتیجه دې عامه کړي.

هغې وویل وایټ هاوس د ټېکس ادا کوونکو په پېسو چلېدونکی د بوډاګانو کور نه دی.

هېلي زیاته کړه چې زیاترو امریکایانو ته معلومه ده بایډن چې بایډن دومره ذهني صلاحیت نه لري چې په موثره توګه د صدر ذمه وارۍ پوره کړي.

د بایډن لفظي خطا

د زیارت، پنجشنبې، په ماښام په خبرو کې د بایډن د خطا کېدو وروسته ريپبلېکنز په هغه حملې بیا راتازه کړې.

په غزه کې ملکي خلکو ته د امداد یقیني کولو په اړه د خپلو کوښښونو حال تېرولو په مهال بایډن په خطا د مصر صدر عبدالفتح السیسي د مېکسیکو صدر وبللو.

په تېرو څو هفتو کې دا دریم ځل دی چې بایډن نړیوال مشران د یو بل سره غلط کړي دي. د فرانس موجوده صدر اېمېنوېل مېکران یې په خطا د فرانس د پخواني صدر فرانسوا مېرا په نامه یاد کړی او د جرمني پخواني چانسلران هېلمټ کول او اېنجلا مرکېل یې د یو بل سره ګډوډ کړي دي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د بایډن زباني خطا په داسې مهال وشوه چې خبریالانو د هغه نه د خصوصي مشیر رابرټ هر د هغه رپورټ په اړه پوښتنې کولې چې بایډن د خفیه دستاوېزاتو مناسب خیال نه دی ساتلی. په دستاوېزاتو کې د بایډن په حافظه کې د تېروتنو ذکر هم شوی دی.

په دستاوېزانو کې وېل شوي چې بایډن د خپل ژوند اهم واقعات په یادولو کې پاتې راغلی و او ورته دا هم نه وو یاد چې زوی یې کله وفات شوی دی.

بایډن په غصه ناکه لهجه کې خبریال ته په جواب کې وویل "ځما حافظه ښه ده." د بایډن زوی بو بایډن به 2015 کې د 46 کلنۍ په عمر کې د سرطان نه وفات شوی دی.

د وایټ هاوس ترجمانې کېترېن جین پېیر د جمعې په ورځ خبري غونډې ته وېنا کې په خفیه دستاوېزاتو کې د بایډن د حافظې په اړه خبرې رد کړې او ویې وېل دا حقیقت نه لري او په دې خبره یې ټینګار وکړو چې بایډن د جدید دور د ټولو نه زیات موثره صدر دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

په پېښور کې د پولیو وېکسين په اړه د پوهاوي تیاتر
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:03 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG