لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور کې ننۍ جمعه - بختوره که سپېره؟


peshawar black friday
peshawar black friday

د امريکا نقل په پېښور کې- د نومبر په څلورمه جمعه (نن) د امريکايي بازارونو په څېر په پېښور کې هم دوکاندارانو توکي د نور کله نه په ارزانه بيعه د خرڅولو اعلانونه کړي دي.

توکي ارزان يا ګران يو خوا ته، خو ننۍ جمعې ته په نوم ورکولو باندې دوکانداران، اخستونکي او مذهبي عالمان لانجه لري.

په امريکا کې د نومبر د مياشتې څلورمه جمعهپه "بلېک فرايډی" يا توره جمعهياديږي په دې ورځ په ټوله امريکا کې دوکانداران توکي ارزانوي او هم دغه شان د عيسايانو د اختر يا کرسمس لپاره د سوداګانو اخستل پېل شي.

پېښور کې هم يو شمېر غټو دوکانونو د نومبر په څلورمه جمعه (نن) د توکو ارزانولو اعلان کړی خو جمعې ته د "بلېک يا تور" کلېمه نه کاروي.

د پېښور دوکانداران د ځينو مذهبي عالمانو د فشار له امله دغه جمعې ته "بختوره يا لويه " جمعه وايي. يواخستونکی ذولفقار وايي: "دا پوسټرې ما په لارو وليدلې، دوي د اخستونکو د مذهبي احساساتو نه ګټه اخلي".

په پېښور کې د يو دوکان منېجر نديم وي-او-ای ډيوه ته وايي، په دې ورځ (د نومبر څلورمه جمعه) شيان ارزانول په پاکستان کې نوی فېشن دی، هغه زياتوي:

"دا کال مونږه دې ته فن فرايډی (د خوندورې جمعې) نامه ورکړې، دا ځکه چې پاکستان کې د دې لپاره تر اوسه کومه ځانګړې کلېمه نشته.

مذهبي عالمان ولې د "بلېک فرايډی " د نامې مخالف دي؟

مسلمانان په ورځو کې د جمعې ورځ زبرګه ګڼي او داسې ښکاري چې عالمان د "بلېک فرايډی" معنا د " سپېرې جمعې " په اصطلاح اخلي.

د عالمانو تشريح په خپل ځاېې، خو په امريکه کې "بلېک فرايډی" نه سپېره او نه هم د بختورې په معنه ده.

په تاريخي طور د کمپيوټري زمانې نه مخکې به دوکاندارانو په امريکا کې په قلم حساب کتاب کوو، دوي به د تاوان لپاره سره سياهي او د ګټې لپاره توره سياهي کاروله.

بيا د ۱۹۶۰ راهسې د شکرانې ورځ (هرکال د نومبر په څلورم زیارت) پسې جمعې داسې کاروباري رنګ واخستو چې په دغه ورځ د کاندارانو زیاته ګټه په تور قلم د لیکلو سره د جمعې ورځ په توره جمعه یا بلیک فرايډی بدله شوه.

دې ورځ ته بلیک فرايډی په دې وجه هم وايي چې په کال ۱۸۶۹م کې د سپټمبر په ۲۴مه نېټه په امریکا کې د سرو زرو د راکړې ورکړې بازار د تاریخي تاوان سره مخ شوی وو. په سلګونو سوداګرو په دغه ورځ په سرو زرو کې تاوانونه کړي وو او د هغې راهسې د شکرانې ورځ پسې جمعې ته بلیک فرايډی ویل کیږي.

په امریکا کې د یو عام تن لپاره د بلیک فرايډی معنه دا ده چې په دې ورځ ټول دکانداران د نور کله نه کمپیوټرې، ټېلي وېژنونه، موباېل سیټونه، جامې پیزار، موټرې او د ژوند نور ضروري شایان په ارزانه بیعه خرڅوي. خلک د زیارت د ماښام نه د غټو دکانونو په قطارونو کې ودریږي، چې په ټيټه بیعه د خوښې شایان واخلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG