لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان په سبي ښار کې د انتخابي لاریون په مهال بم چاودنې څلور کسان ووژل


د هسپتال سرچینو وویل د ځیني کسان سخت زخمیان شوي او ممکنه ده چې د مرګ ژوبلې شمېره زیاته شي.
د چاودنې ذمه واري په سمدستي ډول چا په غاړه نه ده اخیستې
د هسپتال سرچینو وویل د ځیني کسان سخت زخمیان شوي او ممکنه ده چې د مرګ ژوبلې شمېره زیاته شي. د چاودنې ذمه واري په سمدستي ډول چا په غاړه نه ده اخیستې

د بلوچستان په سبي ښار کې د پخواني وزیراعظم عمران خان پاکستان تحریک انصاف پارتۍ د انتخابي لاریون په مهال د نهې، سه شنبې، په ورځ بم چاودنې کې لږ تر لږه څلور کسان ووژل او ګڼ شمېر نور يې زخمیان کړل.

د هسپتال سرچینو وویل د ځیني کسان سخت زخمیان شوي او ممکنه ده چې د مرګ ژوبلې شمېره زیاته شي.
د چاودنې ذمه واري په سمدستي ډول چا په غاړه نه ده اخیستې.

پي ټي ايي وویل ګوند په حمله کې په نخښه شوی دی او جلسه په اتمه فېبرورۍ کېدونکو عامو انتخاباتو کې د قومي اسمبلۍ د پي ټي ايي امیدوار ترتیب کړې وه.

په سبي کې بم چاودنه په داسې حال کې وشوه چې هم د بلوچستان په مچ سیمه کې د یوه شپه وړاندې د وسله والو او د امنیتي ځواکونو په جګړه کې د چارواکو په وېنا اووه وسله وال، دوه پولیس او دوه ملکي کسان ووژل شوو.

د مچ د حملې ذمه واري نا قانونه ټاکل شوې ډلې بي ايل اې منلې او د لوی ځاني مالي زيان رسولو دعوې يې کړې دي. تنظيم دې بريد ته د " د بولان درې عمليات" يا اپريشن دره بولان نوم ورکړی دی.

امریکې هم بي اېل ای ترهګر تنظیم ټاکلی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG