لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

برتانیې د کورونا وایرس پر ضد د آسټرا زینیکا کمپنۍ لخوا جوړ شوی واکسین هم تصویب کړ


دا د اکسفورډ پوهنتون او د درمل جوړولو شرکت آسټرا زینیکا لخوا جوړ شوی
دا د اکسفورډ پوهنتون او د درمل جوړولو شرکت آسټرا زینیکا لخوا جوړ شوی

برتانیې د چهارشنبې یا شورو په ورځ د کورونا وایرس لپاره یو بل واکسین هم تصویب کړ. دا د اکسفورډ پوهنتون او د درمل جوړولو شرکت آسټرا زینیکا لخوا جوړ شوی.

ساینس پوهان وايي واکسین کولی شي چې د کورونا د وبا په وړاندې په نړیواله مبارزه کې لوی رول ولوبوي.

د برتانیې په کچه د دغه نوي واکسین د تصویب هر کلی شوی.

د دغه واکسین جوړونکي وايي دا واکسین تر ۷۰ فیصده موثره دی او د استعمال لپاره په بشپړه توګه محفوظه دی.

ډاکټر جون رېن- د درمل او روغتیايي دواو مشر وايي "څنګه چې ما وړاندې هم وییلي او یو وارې بیا نن هم وایم چې د خلکو صحت او روغتیا لومړیتوب لري."

د اسټرا زینیکا هر واکسین قیمت د دریو څخه تر څلورو ډالرو ارزښت یا قیمت لري. دا واکسین یوازې د یخچال درجه حرارت کې ساتل کیږي.

ډاکټر سیمون کلارک- مایکروبایولوژیسټ وايي:"ځینې پرمختللي‌ هیواودونه چې د هوا د لحاظه تر یوه حده پیچلی موسم لري او یا هم لږه بودیجه لري، هغوي هم کولای شي دغه واکسین واخلي."

تیره میاشت ځیني غربي یا اروپايي هیوادونو د فایزر بایو اېن ټک واکسینونه تصویب کړل کوم چې ۹۵ فیصده موثره دی. خو هغه واکسینونه تر ۲۰ ډالرو قیمت لري او یوازې په منفي ۷۰ درجه کې ساتل کیږي.

ډاکټر سیمون کلارک مایکروبایولوژیسټ زیاتوي: "پر حکومت فشار دی چې د واکسین پوښښ زیات کړي چې تر ټولو ورسي. او دا د پوهیدو وړ دی ځکه خلک غواړي چې دا ژر تر ژره ترسره شي. خو که مونږ ډیر خلک روغتونونو ته ولیږو ځکه چې دوی واکسین ترلاسه نکړ، نو پدې معنی چې زموږ روغتونونه لاهم تر فشار لاندې دي. "

خو په برتانیې کې د نوي کورونا وایرس د خوریدو سره د بیرته رغېدو پروسه ډیره پیچلی او مشکله شوې ده. ډاکټران وايي نوی وایرس د پخواني په پرتله ۵۰ فیصده زر خوریږي. د نوي وایرس سره د ناروغانو شمیر په تیزی سره خوریږي او د برتانیې روغتونونه هم د ناروغانو لپاره د بسترولو د ځای د کمي سره مخ دي.

ویل براوټن د برېټیش کالج او پرامېډکس وايي:"د کنټرول خونې کارمندان باید په یقین سره پریکړې چې چا ته امبولانس او په کوم ترتیب ور ولیږي. ډیری وختونه ډیر شمېر خلک امبولانسونو ته سترګې په لار وي او دوی هیڅوک نه لیږي ."

په ګڼ شمېر نورو هېوادونو کې هم د دغه نوي وایرس د خوریدو پخلی شوی. ساینسپوهان وايي د دغه وایرس سره دا لا ډیر مهمه ده چې واکسینونه د نړۍ هر ګوټ ته ژر تر ژره ورسیږي.

هر هیواد د وېکسینو ورکولو خپل پروګرام لري خو ټول هیوادونه د کرونا نه زیات خطر ته مخامخ خلکو له په لومړي فرصت کې وېکسین ورکوي.

د کرونا وایرس دې نوي قسم د خوریدو مخنوي په خاطر په امریکا کې چارواکو ویلي د ګل/دوشنبې د ورځې نه به د برتانیې نه امریکا ته راتلونکي هر یو تن لپاره لازمي وي چې د کرونا وایرس منفي ټسټ ورسره وي.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG