د کنېډا وزیراعظم جسټن ټروډو د جمعې په ورځ د امریکا د فلوریډا ریاست ته تللی چې د منتخب صدر ډونلډ ټرمپ سره ملاقات وکړي، دا ملاقات وروسته د هغې شوي چې ټرمپ وویلي د حکومت د سمبالولو وروسته به په سمدستي ډول د چین، مېکسیکو او د کېنېډې څخه امریکې ته په درامد کېدونکو شیانو ټېکسونه زیات کړي.
ټرمپ دغه اعلان د ګل، دوشنبې، په ورځ د سوشل میډیا په خپله وېب پاڼه ټروت سوشل وکړو او ویې وېل د صدارت په وړمبۍ ورځ به ټول ضروري دستاوېزات دستخط کړي چې د مېکسیکو او کېنېډې څخه امریکې ته راتلونکو درامداتو به ۲۵ فیصد ټېکس اخیستل کېږي.
پخپله د کنېډا چارواکو او د منتخب صدرټرمپ استازو په سمدستي توګه د دې ملاقات په تفصیل خبري نه دي کړي.
د منتخب صدر ډونلډ ټرمپ په شخصي کور مارالاګو کې د ماښام په ډوډۍ کې د ټرمپ او ټروډو ملاقات په وخت د سوداګرۍ وزارت لپاره د ټرمپ نوماند هاورډ لوټېنیک، د شمالي ډکوټا ګونر ډاګ برګم او مایک والټز، او د دوي مېرمنې هم موجود وی.
د ټرمپ د واک منتقلۍ ټیم که څه په دې اړه د څه ویلو نه ډډه کړی خو ټروډو هم په دې اړه په خندا انکار کړی چې د دې ملاقات په اړه څه شریک کړي.
خو په کنېډا کې ښآغلي ټروډو ویلي وو چې کله ټرمپ صدر نه وو منتخب شوي نو خلکو سره یي ژمنه کړې وه چې ۲۵ فیصده به په خواراکي شیانو خرچه کموي چې پکې د پرنس ایډورډ اي لینډ الوګان هم شامل دي.
هغه زیاته کړه چې دا مهمه خبره ده چې کله ډونلډ ټرمپ کوم داسې بیان ورکړي نو هغه یي بیا ساتي.
ټروډو وویل چې دې سره به یواځې د کنېډا خلک نه اغیزمن کیږي بلکه د امریکا د خلکو د پاره به هم قیتمتونه زیات شي.
ښاغلي زیاته کړه چې مونږ د دواړو هېوادونو د شریکې ګټي لپاره کار کولې شو لکه څنګه چې مو مخکې کړی دي.
خو ټرمپ د ټېکسونو د زیاتولو سره د غیرقانوني کډوالو په اړه هم بیان ورکړې، که څه هم د کنېډا په مقابله کې د جنوبي پولې غیر قانوني شمېرې ډیرې زیاتې دي.
د امریکا پوله ساتونکي وایي چې د مېکسیکو سره یي په پوله یواځې د اکتوبر په میاشت کې ۵۶،۵۳۰ کسان نیول شوي او د کنېډا نه په پوله یې په یو کال کې ، ۲۳،۷۲۱ کسان نیولي دي.
او په یو کال کې یې د فنېټنایل ۴۳ پاونډه مقدار په کنېډا پوله نیولي خو تیر یو کال کې یي د مېکسیکو په پوله یې د ۲۱۰۰۰ پآونډه نه زیات فنټنایل قبضه کې اخیستي.
د کنېډا چارواکي وایي چې د دوي پولې د مېکسیکو د پولې سره پرتله کول ټیک نه دي.
او کنېډا ته د امریکا د ۳۶ ریاستونو ته د ورځې د سامانونو او خدماتو ورتګ د امریکې په ډالر کې دوه اشاریه وو بلېنه ډالره دی.
۶۰ فیصده صرف خام تیل د کنېډا نه امریکا ته ځي او ۸۵ فیصده د بجلۍ سره تړلي شیانو درامدات د کنېډا نه کیږي.
امریکا د کنېډا نه سټېل، الومېنیم او یورنیم په غټ مقدار کې اخلي، او ۳۴ داسې ضروري منرلز او میټلز دي چې پنټاګان غواړي چې د ملي امنیت لپاره پکې سرمایه کاري وکړي.
کنېډا د نړۍ د هغه هېوادونو نه دی چې انحصار یي په تجارت دی او د کنېډا ۷۷ فیصده امریکا ته برامد کیږي.
ټرمپ د ټیکسونو په اړه وویل دا ټېکسونه به تر هغه وخت پورې په ځای وي تر څو چې نشۍ توکي، په خصوصي توګه فېنټنایل او غېرقانوني غېرملکیانو زمونږ په ملک یرغل نه وي ودرولی. هغه زیاته کړه چې کېنېډا او مېکسیکو صلاحیت لري چې دا مسله حل کړي.
Forum